Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان وګړو د امنیت تامین لپاره د یوناما غوښتنه

کابل کې د چاودنو له زیاتوالي سره هم مهاله په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوی «یوناما» د افغان وګړو د امنیت ټینګښت غوښتنه کوي.

یوناما په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې په وروستیو چاودنو کې ۱۲۰ تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي.

یوناما وویل:«یوناما د عاشورا په ورځو کې د افغان وګړو د ښه امنیت د تامین او د بریدونو د مخنیوي لپاره غوښتنه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تر ټولو تازه پېښه کې، د یکشنبې په ورځ کابل کې یو ښاري بس کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.

شاهدان وايي چې په دغې پېښه کې ځينې ولسي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د عاشورا ویر کوونکی نوروز علي د شنبې ورځې پر مازدیګر پر خلکو د شربت د وېشلو په حال کې و، چې چاودنه وشوه او ټپي شو.

ټپي نوروزعلي وویل:«چره مې پر سر لګېدلې ده، تراوسه هم چره مې په سر کې پاتې ده چې سبا ته به یې وباسم.»

کله چې کاسټر ډول ښاري موټر له دشت برچي نه د پل آسمایي په سیمه کې په خپل دغه تمځای کې درېږي، تر یوې څوکۍ لاندې اېښودل شوي چاودېدونکي توکي چوي،چې له امله یې کاسټر موټر وېجاړېږي او پېښې ته نږدې څو نور موټر هم زیانمنېږي.

د پېښې شاهدان وایي،چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه، درې تنه وژل شوي او تر لسو ډير نور ټپیان شوي دي.

د کابل د چنداول سیمې اوسېدونکی عبدالخالق وکیلي وايي:«موږ هلته ولاړو ټپيان مو را ټول کړل؛ په لومړۍ برخه کې یوه مېرمن او یو ماشوم په ځمکه لوېدلي وو؛ یو سړی په یوې بلې برخه کې لوېدلی و؛ درې، څلور تنو نور باندې چرې لګېدلې وې چې له بده مرغه دننه په کاسټر کې کابو اته تر نهو کسان وو.»

د عاشورا یو شمېر ویرو کوونکي په کابل ښار کې د هدفي بریدونو او چاودنو زیاتېدو ته اندېښمن دي.         

د کابل د چنداول سیمې اوسېدونکي عبدالعزیز وویل:«د نورو کلونو پرتله سږکال ۵۰ سلنه د عزادارۍ کچې ضربه لیدلې ده.»

بل خوا د اسلامي همکاریو سازمان هم په یوې خبرپاڼه کې وروستۍ پېښې په تېره بیا د کابل د جمعې ورځې جاودنه ټکان ورکوونکی بللې ده.

په وروستیو شپږو ورځو کې په کابل کې څلور چاودنې شوې دي، د امنیتي چارواکو د شمېرو له مخې په دغو پېښو کې ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه