Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍوال بانک: افغانستان د خوړو او پور له کړکېچونو سره مخ دی

نړۍوال بانک راپور ورکړی دی چې د افغانستان په ګډون اووه هېوادونه د خوړو او پورونو له کړکېچ سره مخ دي.

په دغه راپور کې راغلي دي چې دغه کړکېچونه به په نړیواله کچه ویجاوړنکې اغېزې ولري او یوازینۍ حل لار یې دغو هېوادونو ته د خوراکي توکو واردول دي.

نړیوال بانک په خپل دغه راپور کې، په نړۍ کې خوراکي خوندیتوب ارزولی دی.

د نړیوال بانک په راپور کې افغانستان، ارېتره، موریتاني، سومالیا، سوډان، تاجیکستان او یمن په ترتیب سره تر ټولو بې وزله هېوادونه بلل شوي چې د خوړو او پورونو له ستونزو سره مخ دي.

په دې راپور کې راغلي د وچکالۍ په شان طبیعي پېښو، افغانستان ته زیان رسولی او د اوبیزو او للمي غنمو حاصلات یې کم کړي دي.
 
د کرنې او اوبولګولو وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي:«له دې اړخه بزګر زیانمن شوي دي او پر کرنیزو حاصلاتو یې اغېزه کړې ده، او وچکالي نه یوازې په افغانستان کې راغلې ده، بلکې په ټوله نړۍ کې راغلې ده.»

په دغه راپور کې، له خطر سره مخ هېوادونو ته د بیړنیو مرستو زیاتوالی یوه ممکنه حل لار بلل شوې ده.

خو د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت، د هېواد د مالي شمتنیو کنګل کېدل د خوراکي ناورین تر ټولو مهم لامل بولي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«زموږ تګلارې په څو برخو استوارې دي؛ لومړی د افغانستان د بیخ بیاوو پیاوړي کول، دویم د افغانستان د زراعت میکانیزه کول او درېیم د افغانستان د ټرانیزیټ او سوداګرۍ پراخه ول، له دغو څلورو برخو سره کولای شو چې په تدریجي توګه اقتصادي ځان بسیاینې ته نږدې شوو.»

بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د پانګې ایستلو، د کدرونو تېښتې او د کارخونو د فعالیت درېدو افغانستان له دغو کړکېچونو او ستونزو سره مخ کړی دی. 

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود څرګندوي:«په هغه صورت کې چې موږ معقول سیاسي تعاملات وکاروو او وکړای شو، سیمه او نړۍ له ځان سره یوځای کړو او له دغو سیاسي تعاملاتو سره، سترې اقتصادي موکې رامنځته کړو، ډېر ژر به له دغو ستونزو بهر شوو.»

د اقتصادي چارو کارپوه ‌‌آذرخش حافظي هم وايي:«موږ د کړکېچ په حالت کې یوو که چېرې یې مخه ونه نیول شوي د ناورین په لور حرکت کوو، د دغه کړکېچ او ناورین د مخنیوي لپاره اړینه ده چې له ټولو انساني او طبیعي سرچینو یو متعارف اقتصاد رامنځته کړو.»

د نړۍوال بانک د نوي راپور له مخې، د افغانستان ۶۹ سلنه وګړي، د خپلو خوراکي اړتیاوو د برابرولو وس نه لري او شپاړس سلنه کورنۍ، د ورځې یوازې یو وخت خواړه خوري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه