Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون: افغانستان کې د ترهګرو ځپلو لپاره پوځي حضور ته اړتیا نه لري

په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو د امریکا د ولسمشر له اعلان وروسته، اوس پنټاګون وایي، چې امریکا متحده ایالتونه له پوځي حضور پرته هم کولای شي، په افغانستان کې پر ترهګرو د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وکړي.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت مرستیال زیاتوي چې، د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره په افغانستان کې له نظامي حضور پرته هم کولای شي ترهګر په نښه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند کالین کال وویل:«زما په اند د لس ورځې وړاندې برید سره مو چې د القاعده شبکې د مشر او د نړۍ په کچه د تر ټولو مهم ترهګر ایمن الظواهري پر وړاندې ترسره شو، نه یوازې القاعدې بلکې نورو ترهګرو سازمانونو ته ما هم وښوده چې د امریکا د ملي ګټو پر وړاندې د هر ډول ګواښ د پيدا کېدو په صورت کې په افغانستان کې له پوځي حضور پرته هم دا توان لرو چې ترهګر له منځه یوسو.»

بل خوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پخوانی قومندان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر بهیر په نیوکې سره، امریکا د افغانستان د اوسني وضعیت مسووله ګڼي.
 
په افغانستان کې ناټو او امریکايي ځواکونو پخوانی قومندان ډېویډ پټریوس څرګنده کړه:«د افغانستان د وضعیت د کنټرولولو لپاره هڅه لږ د هیلو او ایډیال انتخاب و، او دوامدارې ژمنتیا ته یې اړتیا لرله. خو تر دې غوره وه، چې دغه هېواد او خلک مو یې طالبانو او نورو جنګیالیو ته پرېښودل، امریکا کولای شوی چې د افغانستان وضعیت په خپل کنټرول کې ولري او د حکومت د پرځېدو مخه ونیسي.»

د نړۍوالو چارو شنوونکی میرویس اشفته وايي:«امریکا د حکومت پرونیو غلو ته تکیه وکړه او هغوی یې حکومت ته راوستل؛ خو هغه پروګرام یې چې په خپله درلود، له ترهګرۍ سره مبارزه، هغه یې هم خوشې کړه او افغانستان یې له بدترین وضعیت سره خوشې کړ.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند هم وویل:«تر هغې چې په خپله خلک د وضعیت د ښه والي او د افغانستان د جوړېدو لپاره اقدام ونه کړي امریکا او نور هېوادونه دا کار نه کوي ځکه هغوی د خپلو ګټو په لټه کې دي.»

بل خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین پر افغانستان د امریکا هوایي برید د دوحې له هوکړه لیک نه سرغړونه ګڼي او په اوسني حکومت باندې د امریکا متحده ایالتونو پر فشارونو نیوکه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېرمحمد عباس ستانکزی زیاتوي:«اوس افغانستان د لوېدیځ او امریکا له خوا له اقتصادي فشارونو سره مخ دی او په افغانستان کې د سیاست په برخه کې هم، د کلتور له برخې نیولې تر ښوونې او روزنې پورې په زرګونه ننګونې موجودې دي.»

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر حضور او وژل کېدل د دوحې د هوکړې نقض دی او دغه کار به د طالبانو پر ژمنو د نړۍوالې ټولنۍ د بې باورۍ لامل شي.

پنټاګون وایي چې، په افغانستان کې د ترهګرو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره دغه هېواد کې پوځي حضور ته اړتیا نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه