Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ټي ټي پي د ویاند او درې نورو غړو د وژل کېدو په هکله رپوټونه

رویټرز خبري آژانس، په پکتیکا ولایت کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند خالد خراساني او د دغې ډلې د درې نورو غړو له وژل کېدو خبر ورکوي.

رويټرز خبري اژانس د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، چې د ټي ټي پي وياند او د پاکستان له حکومت سره په مذاکراتو کې د دغې ډلې مهم غړی، عبدالولي، چې په خالد خراساني مشهور و، د يکشنبې په شپه  له درې نورو ملګرو سره د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د يوې چاودنې پر مهال وژل شوی دی.

اسلامي امارت تر اوسه د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د تحريک د غړو وژل نه دي تائيد کړي.

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي:«په دغه اړه تر اوسه زموږ څېړنې او تحقیق روان دی، تر څو معلومه شي، چې اصلي قضيه  څه ده. په کومه سيمه کې او څه پېښه ده.»

سرچينې وايي، خالد خراساني، چې د ټي ټي پي د مذاکراتي ډلې غړی و، څه موده وړاندې په کابل کې د پاکستان د حکومت او د دغې ډلې تر منځ په مذاکراتو کې هم ګډون درلود.

د سياسي چارو کارپوهان د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د مهمو قومندانانو د وژل کېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر شېر حسن حسن څرګنده کړه:«د پيسو او وسلو د ترلاسه کولو لپاره چې د امريکا او غربيانو څخه يې تر لاسه کړي، دوی بايد همېشه يو دښمن اعلان کړي، چې هغه دښمن يې اوس ټي ټي پي اعلان کړی. دا د کنټرول لاندې دښمن دی، په هر ځای کې چې دوی وغواړي له منځه يې وړلی شي او په هر ځای کې چې وغواړي په کور يې کېنولی شي.»

د سياسي چارو کارپوه وحيد فقيري هم وايي:«ما ته د پاکستاني طالبانو په منځ کې کشمکش ښکاري. عموماً چې دغسې د سولې خبرې روانې وي په هغه کې افراطيان يوې خواته کېږي او اعتدال پسنده بلې خواته کېږي. زما په نظر دا د پاکستاني طالبانو تر منځ خپلمنځي اختلافات رابرسېره کوي.»

د رويټررز د راپور په حواله، خالد خراساني د ټي ټي پي د وياندويي تر څنګ د جماعت الاحرار ډلې مشري هم پر غاړه درلوده او امريکا يې پر سر درې مېليونه ډالر انعام ټاکلی و.

رویټرز د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي چې، د پاکستاني طالبانو د تحریک دغه مهم غړي په برمل ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه