Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې د سوالګرو له زیاتوالي د هېوادوالو اندېښنه

د بې وزلۍ او بې روزګارۍ له زیاتوالي سره هم مهال په کابل ښار کې د سوالګرو زیاتوالي کابل مېشتي اندېښمن کړي دي.

ځينې درویزګر وايي، که اسلامي امارت د کار زمینه ورته برابره کړي، نور به سوالګري ونه کړي.

یو سوالګر طلوع نیوز وايي:«دا ښه کار دی چې د بې وزلو او معیوبانو لپاره معاش تعیین کړي او ورکړي.»

یوه سوالګره هم څرګندوي:«پیسې نه لرو، کور نه لرو او تر یوې خېمې لاندې ناست یوو (ژوند کوو).»

دوی وايي که حکومت ورته د کار زمینه برابره کړي، له دروېزې به لاس واخلي.

دا په داسې حال کې دی چې کابل ښاریان په پلازمېنه کې د دروېزګرو پر زیاتوالي اندېښنه څرګندوي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي:«نیم کابل سوالګرو نیولی دی، شمېر یې زښته زیات شوی دی.»

له دې سره هم مهاله د اسلامي امارات مسوولان په دې هکله وايي چې د سوالګرو د کمولو لپاره یو لړ پروګرامونه لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي څرګنده کړه:«دا مهمه ده چې واقعي سوالګر وپېژندل شي او سم پروګرام ورته چمتو شي چې له سوالګرۍ لاس واخلي او هغوی ته د معاش ورکړې زمینه برابره شي.»

له دې مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم ویلي و چې د درويزګرو د راټولولو لپاره پر یوه طرحه کار کوي چې له اړمنو سره به مرستې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه