Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې هوکړې په هکله د سي ای اې د پخواني رییس ډیویډ پټریوس لید لوری

د سي آی اې پخواني رییس ډیویډ پټریوس په یوې مقاله کې د دوحې هوکړه تر ټولو بده هوکړه بللې ده.

دغه متقاعد امریکایي چارواکي په خپله مقاله کې چې په اټلانتیک نشریه کې خپره شوې، همدارنګه وايي چې ښايي امریکا متحده ایالات یو ځل بیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پار  افغانستان کې مداخله وکړي. هغه پر افغانستان له بریده او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو تر وتلو پورې خپل لیدلوری څرګند کړی دی.

دغه پخواني امریکایي پوځي ویلي چې امریکا یو وخت له افغانانو سره د مرستې په لټه کې و، خو اوس دوی په ځپلو او محرومیت محکوم دي او ښايي چې په راتلونکي کال کې د توندلارې د ودې په مرکز بدل شي.

د دغې مقالې په یوې برخه کې راغلي دي:«افغانستان له څلوېښت مېلیوني وګړو سره چې یو وخت امریکا ورسره د مرستې په لټه کې وه، په راتلونکي کې په ځپلو او محرومیت محکوم دی او ښايي په راتلونکو کلونو کې د افراط پالنې د ودې په مرکز بدل شي.»

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم په دې هکله وویل:«د دوحې هوکړه لیک په حقیقت کې د ستونزو په وړاندې یو تدبیر او یو لنډمهاله سنجش و، چې امریکا باید له هغې تېره شوې وای. په هغه صورت کې چې امریکایان ډاډمن شي چې په افغانستان کې یې ډا‌ډمن شریک پيدا کړي او شتون لري، شونې ده په افغانستان کې بیا مداخله وکړي او بېرته راستانه شي.»

دغه متقاعد امریکایي چارواکی زیاتوي، په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا تر ټولو لویه تېروتنه له افغانستان سره د ثابتې ژمنې نشتوالی و. 

ډیويډ پټرایوس د خپلې لیکنې په یوه برخه کې ویلي، د دې احتمال هم شته چې امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې لاسوهنه وکړي.

له بلې خوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند د دوحې د موافقې په هکله د دغه پخواني امریکايي چارواکي څرګندونې ردوي او د خبرې اترې د لاسوهنې پر ځای مثبته لار بولي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل:«اسلامي امارت پر خبرو اترو او تفاهم باور لري. موږ په دې باور یوو، له ټولو هغو هېوادونو سره چې د افغانستان په بهرنیو اړخونو ملاخظې لري، د خبرو اترو له لارې حل کېږي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پر کابل د امریکا له هوايي برید او په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه خبرونو له خپرېدو وروسته، کابل او واشنګټن یو بل د دوحې له هوکړې په سرغړونې تورنوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه