Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ازموینو ملي اداره: د وږي تر پایه د ۳۳ ولایتونو کانکور ازموینه اخیستل کېږي

د ازموینو ملي اداره وایي، سږ کال به په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه په یو وخت کې واخیستل شي.

د دې ادارې سرپرست عبدالقادر خموش د لوړو زده‌کړو وزارت په یوې خبري ناسته کې که څه هم د یادې ازموینې د تر سره کېدو کره نېټه و نه ویله، خو زیاتوي، د کانکور ازموینې لپاره بشپړ چمتوالی نیول شوی او ښايي د وږي یا سنبلې میاشتې تر وروستیو واخیستل شي.

د ازموينو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدير خموش: «موږ هڅه کوو چې سږ کال د لومړي ځل لپاره وکولای شو چې د کانکور ازموينه په يوه دور کې واخلو. تاسې ته بهتره معلومه ده چې به تېرو کلونو کې د ازموينې چارې یو څه دوامداره وې.»

ښاغلي خموش همدا راز وويل، ډېر ژر به په هېواد کې د هغو شاوخوا شل زره کسانو د سويې د تثبيت ازموينه واخلي او د اسنادو ارزونه به یې وکړي چې په ديني مدرسو کې يې زده‌کړې کړې دي.

د ازموينو د ملي ادارې سرپرست عبدالقدير خموش زیاتوي: «تقريباً له دې نږدې شل زره داوطلبانو څخه به د تثبیت د سويې ازموينه واخلو، څو وکولای شو زموږ هغه هېوادوال چې په بېلابېلو مدرسو کې یې زده‌کړې کړي اسناد يې ارزيابي کړو.»

په ورته وخت کې د دولسم ټولګيو يو شمېر فارغ زده‌کوونکې د کانکور د ازموينې د ځنډېدو په اړه اندېښمن دي.

د دولسم ټولګي فارغه زده کوونکې مومنه نظري  وايي: «په خواشينۍ سره چې هر وخت موږ خپل غږ پورته کړی، د ښوونځیو د پرانیستلو په ډول يې دوکه راکړې او زموږ د کانکور ازموينه يې ځنډولې ده.»

د دولسم ټولګي فارغه زده‌کوونکې شیبا وايي: «موږ په يوه نامعلومه راتلونکې کې ژوند کوو او هغه درس چې وايو نه‌شو کولای چې ښه يې زده کړو. موږ واقعاً د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن يوو.»

د کانکور ازموينه به هر کال په کب مياشت کې اخيستل کېدله، خو د لوړو زده‌کړو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د ځينو ستونزو له امله سږ کال دا ازموينه له اصلي وخت ځنډېدلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه