Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ مېلیونه کسان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) تازه په يوه اعلاميه کې ويلي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ مېليونه وګړي په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او ښايي سږ کال ۹۰۰ زره کسان خپل کاروبار له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ويلي، په اوس وخت کې د خلکو د اړتیاوو کچه په افغانستان کې د بشري فعالانو تر اټکل څو چنده ډېره ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی رامز الاکبرف وايي: «نن خفه کوونکی واقعيت دا دی چې  په افغانستان کې د خلکو د اړتياوو کچه د بشري فعالانو تر اټکل څو چنده زیاته ده او دا چاره به پرته له اقتصادي رغونې او معیاري بانکي سېسټم لرلو، یو اوږدمهاله او با ثباته تعامل چې له سره پیل شي، تر سره نه‌شي.»

شبير احمد چې د تخار ولايت اوسېدونکی دی، د کابل ښار په يوه څنډه کې د خلکو څپلۍ او بوټان ګنډي،  وايي، ورځني عايدات يې کم او د کور لګښت يې زيات دی چې ځينې ورځې ان د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره د خوړلو لپاره هم څه نه‌شي برابرولای.

شبير احمد وايي: «پوروړی يم، بدمرغي ډېره ده. ټول خلک بې‌روزګاره  او يوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حيران دي.

د کابل اوسېدونکی عظيمي وايي: «د خلکو اقتصاد خورا ډېر خراب دی. کاروبارونه نه‌دي پاتې. پخوا زه خپله دوکاندار وم، خو د خراب اقتصادي وضعيت له امله مې دوکان هم له لاسه ورکړ.»

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغانستان اوسنی وضعيت له ستونزو ډک ګڼي.

د اقتصادي چارو کارپوه فهيم عباسي وايي: «ستر اقتصادي بحران له ۲۰۱۹ کال څخه پیل شو چې تر اوسه په يوه اقتصادي بحران کې واقع يوو. له یوه طرفه بې‌روزګا ده، پس انداز شتون نه‌لري او له بل طرفه د پیسو ارزښت ټيټ دی او قیمتونه لوړ دي.»

د اقتصادي چارو کارپوه فرهاد مندوزی وايي: «اړتيا ده چې حکومت په‌دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي او بنسټيزې پروژې پر لاره واچوي، څو هېوادوالو ته کار پيدا شي.

حکومتي مسوولان بيا د اقتصادي وضعيت د خرابوالي لامل د امريکا له لوري د افغانستان د شتمنو کنګلېدل بولي او وايي چې د اقتصادي وضعيت د ښه‌والي لپاره هڅې کوي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د اقتصادي وضعيت د ښه کولو لپاره زموږ حل لاره له داخلي توليداتو ملاتړ او د اقتصادي پروژو عملي کول دي.

د ناروې د کډوالو شورا هم تېره ورځ د طالبانو د یو کلنۍ په مناسبت راپور کې ویلي، افغانستان کې د لوږې کچه ټکان ورکونکې ده او په خبره یې د اوسني حکومت او نړیوالو د نه همکارۍ له کبله مېلیونونه افغانان ناهیلي شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه