Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو د څار بنسټ په افغانستان کې بشري وضعیت خورا ناوړه بولي

د بشري حقونو د څار بنسټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو لپاره خورا ناوړه بولي.

دې بنسټ په یوه راپور کې د اسلامي امارت یو کلنۍ چارې ارزولې او لیکلي یې دي چې "طالبانو" د خپلو ژمنو برعکس له بشري حقونو سرغړونه کړې او نړیواله ټولنه هم د افغان مېرمنو وضعیت رسېدو ته پاملرنه نه‌ده کړې.

د بشري حقونو د څار بنسټ زیاتوي، د واشنګټن دې پرېکړو افغان ولس هم له کړکېچ سره مخ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ښځو د حقونو د څار بنسټ مسووله  هېدر بار وايي: «د ۲۰۲۱  کال د اګسټ له پنځلسمې چې کله طالبانو واک په خپل لاس کې واخیست، په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره له غمیزې ډک کال و. افغانان هم‌مهاله له دوو سختو ناورینونو سره مخ شول، یو یې بشري ناورین و چې د واشنګټن د پرېکړو له مخې د افغانستان اقتصاد له فعالیته پاتې شو او لوږه زیاته شوه. دویم ناورین پر بشري حقونو د طالبانو برید، ناقانونه وژنې، د بیان پر ازادۍ برید او تر ټولو مهمه مسأله پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول وو.»

دې بنسټ نړۍواله ټولنه د افغانستان د ښځو پر وړاندې په بې‌پروایۍ تورنه کړې ده.

د ښځو د حقونو فعاله  مونسه مبارز وايي: «که اوس دا بهیر همداسې ادامه پیدا کړي، موږ به د افغانستان په جغرافیه کې د ډېر ناوړه انساني وضعیت شاهدان واوسو.»

د ښځو د حقونو فعاله خاطره حصار وايي: «د افغانستان ښځې د کار او زده‌کړو له حقه بې‌برخې شوې دي او په وروستیو کې چې پر دوی سخت قوانین لګول شوي، افغان ښځو ته یې شرایط سخت اندېښمن کړي.»

بل خوا د ښځو د حقونو فعالانې له نړۍوالې ټولنې غواړي چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ښځو د حقونو فعاله  مولوده توانا وايي: «د افغان ښځو سترګې نړیوالې ټولنې لور ته دي او نړیواله ټولنه باید یوازې د اعلامیو او ناستو له لارې خپلې اندېښنې او خواخوږۍ شریکې نه‌کړي. باید له دې ډېر جدي او عملي ګامونه پورته کړي.»

د بشري حقونو د څار بنسټ په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په یو کلني واکمنۍ کې بې‌وزلي ۹۰ سلنه زیاته شوې او نږدې ۷۰۰ زره کاري فرصتونه له منځه تللي او مېلیونونه ماشون هم له خوارځواکۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه