Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ښار د دیارلسمې حوزې چاودنه کې څلور تنه ټپيان شوي

د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې مسوولان وایي، چې په یو موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د اسلامي امارت د دوه سرتېرو په ګډون څلور تنه ټپیان شول.

د شنبې په ورځ (د زمري په ۲۲مه) د پلازمېنې د دیارلسمې حوزې د د دشت برچي په چهل مټره سیمه کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز مخې ته یوه چاودنه وشوه.

     د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې آمر عبدالرحمان نافع وویل:«دغه چاودنه د تذکرې دفتر مخې ته وشوه، هغه ځای چې ماشومان او ښځې راتلې، پوځيان څوک نه وو. په موټرسایکل کې چسپکي ځای پر ځای شوی و. چې چاودنه یې وکړه، په دغې پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.»
       
د احصایې او معلوماتي د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافع وايي:«له بده مرغه چې نن په دشت برچي کې د برېښنايي تذکرو مرکز کې یوه چاودنه شوې ده چې په یوه موټرسایکل کې ماین ځای پر ځای شوی و، د مرکز یو ساتونکی او دوه مراجعه کوونکي په سطحي توګه ټپیان شوي دي او د برېښنايي تذکرې کارکوونکو ته زیان نه دی رسېدلی.»

د کابل د دیارلسمې حوزې یو شمېر اوسېدونکي د دغه راز پېښو په مخنیوي کې د امنیتي ادارو پر نه پاملرنې نيوکه کوي او وایي چې باید د کابل د دې سیمې امنیت ټینګ شي.
 
د کابل اوسېدونکي نور آغا وویل:«له اسلامي امارته هیله کوو چې د تذکرې د دغه مرکز امنیت ونیسي، دا د خلکو په سیمه کې دی. له دیارلسمې حوزې هیله کوو چې پاملرنه وکړي.»

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده،چې تېره اوونۍ په کابل کې څو چاودنې وشوې، چې د ډېری دغو پېښو مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه