Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ځينو مېرمنو لاریون چې په تاوتریخوالي واوښت

کابل کې ځينو مېرمنو د شنبې په ورځ (د زمري په ۲۲مه) د دوی پر وړاندې د محدودیتونو او له زده کړو د نجونو د لرې پاتې کېدو په غبرګون لاریون وکړ.

اعتراض کوونکو د ډوډۍ، کار او ازادۍ شعارونه ورکړل او له سرپرست حکومته غواړي، چې په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

د مېرمنو دغه لاریون له څو شیبو وروسته په تاوتریخوالي واوښتل او د اسلامي امارت ځواکونو په هوايي ډزو سره اعتراض کوونکې خورې ورې کړې.

یوې اعتراض کوونکې وویل:«موږ لاریون درلود چې دغه لاریون طالبانو په تاوتریخوالي واړوه، هوايي ډزې یې وکړې، نجونې یې د یوه ساعت او دوه ساعتونو لپاره برمته کړې، ټلېفونونه یې ترې واخیستل.»

یوه بله معترضه وايي:«افغان مېرمنې له مبارزې لاس نه اخلي، تر هغې چې وس لري خپلو غوښتنو ته چې ډوډۍ، کار او ازادي ده، غواړي ورسېږي.»

د اسلامي امارت ځواکونو د طلوع نیوز د خبریالې په ګډون یو شمېر خبریالان چې د دغه اعتراض د خبري پوښښ لپاره هلته تللي وو، هم د څو ساعتونو لپاره توقیف کړل او د طلوع نیوز کمره یې هم واخیسته.

د طلوع نیوز مرستیال ځيرک فهیم په دې هکله څرګنده کړه:«د نن ورځې د لاریون پر مهال د طلوع نیوز یوه خبریاله، له نږدې پنځو ساعتونو لپاره د سیمې د امنیتي ځواکونو له خوا په توقیف کې وه، همدارنګه زموږ پر کمره مین باندې چې هلته د خبري پوښښ لپاره تللی و، لاس پورته شوی او له هغه څخه کمره اخیستل شوې ده، چې طلوع نیوز بېرته هغه کمره تراوسه نه ده ترلاسه کړې. موږ دغه عمل ډېر زیات خفه کړي یوو او دغه عمل چې دی د خپلواکو رسنیو او د بیان ازادۍ په مخالفت کې بولو.»

د طلوع نیوز تصویر اخیستونکی احمد شاه وویل:«زما کمره یې له ځان سره یوړه، او غوښتل یې چې ما ونیسي، چې له نېکه مرغه ونه توانېدل چې د تېښتې لار را ته پیدا شوه.»

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مرستیال فواد بهروز وايي:«دا ډول نیونې د بیان ازادۍ د کمزورتیا او د خبریالانو، رسنیو او اسلامي امارت ترمنځ د واټن د رامنځته کېدو لامل کېږي او یوازینۍ حل لار یې، رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون د فعالیت پیل دی، ترڅو هغه ستونزې چې رامنځته کېږي د دغه کمېسیون له لارې حل او فصل شي.»

سره له دې چې، د طلوع نیوز خبریاله له کابو پنځو ساعتونو وروسته خوشې شوه.

له څو میاشتو ځنډ وروسته ځينو مېرمنو د شنبې په ورځ یو ځل بیا د اعتراض په بڼه د کابل سړکونو ته راووتلې او غوښتنه یې هم دا ده چې، د ښځو پر وړانډې لګول شوي محدودیتونه لرې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه