Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت غبرګون؛ هېڅ شخص او ډلې ته به د امنیت د ګډوډۍ اجازه ورنه کړو

اسلامي امارت د احمد مسعود د څرګندونو په غبرګون کې وايي، چې هېڅ شخص او ډلې ته به د امنیت د ګډوډۍ اجازه ورنه کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال دغه راز ټینګار کوي، چې اوسنی حکومت ټول شموله دی او ټول قومونه په کې ونډه لري.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وویل:«فعلاً زموږ په هېواد کې موږ کوم خوښځت او کومه ښکارنده او کوم بل شی نه لرو چې فېزيکي شتون ولري، ثابت ځای ولري او همدارنګه موږ اجازه نه ورکوو چې د خلکو امنیت ګډوډ شي.»

د مقاومت په نامه د جبهې مشر احمد مسعود له اتلانتیک شورا سره په خبرو کې په افغانستان کې د قانون له لارې د یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د مقاومت په نامه د جبهې مشر احمد مسعود وايي:«تر هغې چې، د یوې رڼې او قانوني پروسې له لارې داسې یو قانوني حکومت چې افغان ولس او نړۍ ته ځواب ویونکي وي، رامنځته نه شي؛ نو موږ به له خپل مقاومته لاس وانه خلو.»

د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې، په اوسني وخت کې باید یوه ټولپوښتنه ترسره شي.

د مخکیني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح څرګندوي:«لوېديځ باید له افغانانو سره مرسته وکړه؛ څو یو قانوني حکومت جوړ کړي. موږ چمتو یوو چې، د ټولپوښتنې او ټاکنو د میکانیزم له مخې خپل وسله وال مقاومت ودروو. که په دې ټول‎پوښتنه کې طالبان ګټونکي شول؛ نو موږ یې هم مشروعیت منوو.»

د تېر حکومت د مشرانو جرګې رییس له طلوع نیوز سره په مرکه کې له اسلامي امارته غوښتي چې په هېواد کې د جګړې د پایته رسېدو لپاره خبرو اترو ته مخه کړي.

د مخکنیي حکومت د مشرانو جرګې رییس فضل الهادی مسلمیار وویل:«هڅه وکړئ چې د جګړې د پای لپاره په هره کچه چې کېږي مذاکرات او بحثونه وشي او له خلکو سره نږدې والی وشي.»

نړۍوالې ټولنې هم د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره یو شرط په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت جوړېدل په ګوته کړی؛ خو کابل بیا تل ویلي چې، اوسنی حکومت ټول ګډونه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه