Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طبیعي پېښو ته د رسېدنې لپاره ۸۵۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان وایي، چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو له امله طبیعي پېښو ته د رسېدنې لپاره ۸۵۰ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د چاپېریال ساتنې اداره دغه راز، په ولایتونو کې د وروستیو اورلګیدنو او سیلابونو لامل اقلیمي بدلونونه ګڼي.

د دغې ادارې سرپرست وایي، هغه پروژې چې په افغانستان کې د نړۍ د هېوادونو په ملاتړ د عملي کېدو په حال کې وې، د اسلامي امارت د رسمیت د نه پېژندو له امله بندې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم د بدلون رییس روح الله امین وايي:«د ۸۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د اقلیمي بدلون د ۳۱ پروژو په هکله د ملګرو ملتونو د مالي مکانیزم له سکرټریټ او د ملګرو ملتونو د څو اړخیزو ادارې سره په اړیکه کې یوو.»

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د اقلیم د بدلون رییس وايي، د سېلابونو د راتلو او اور لګېدونو په ګډون د طبیعي پېښو د مرګ ژوبلې له ډېروالي د مخنیوي لپاره د خبرداري سیستمونه فعالوي.

د نوموړي په وینا، په دې کړنلارې سره کېدای شي د طبیعي پېښو له امله د تلفاتو له ډېرېدو مخنیوی وشي.

ښاغلي امین زیاته کړه:«د ارزول شویو سناریوګانو او مدلونو پر بنسټ، موږ به تر ۲۰۵۰ کال پورې د خوش بینانه او بدبینانه سناریوګانو لاندې به ۲۱۰۰ ښه وضعیتونه ونه لرو.»

د چاپېریال ساتنې د حقوقي سلاکار نعمت الله سلطاني وايي:«ځنګلونه په طبیعي توګه مشخص عمر لري؛ ځينې ځنګلونه په یوه مشخص عمر کې پرې کېږي او د هغه لپاره بدیل نصب کېږي.»

سږکال د غیر موسمي اورښتونو او د سېلابونو د راتلو او همداراز د زلزلې له امله هېوادوالو ته ګڼ ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه