Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جمهوریت پرځېدل او د دویم ځل لپاره واک ته د اسلامي امارت رسېدل

د جمهوريت پرځېدل او واک ته د امارت بیا رسېدل هغه پېښه ده چې، په ډېرې چټکتیا سره رامنځته شوه.

یو کال مخکې د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه په داسې حال کې چې، ډېری ولایتونه یو په بل پیسې د محمد اشرف غني د حکومت له ادارې وتلي وو، کابل ته د اسلامي امارت د ځواکونو د رارسېدو خبر لاس په لاس کېده.

دغه خبر په کابل کې د خلکو په منځ کې وېره او تره رامنځته کړه او د کابل ډېری واټونه د ساعتونو لپاره تړلي وو. د اسلامي امارت ځواکونو د مخکیني حکومت له ځواکونو سره له نښتې پرته د کابل دروازو ته راورسېدل. 

د همدې ورځې په مازدیګر د تېر حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له افغانستانه د محمد اشرف غني د وتلو خبر اعلان کړ.

د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وویل:«د افغانستان مخکیني ولسمشر، افغانستان پرېښود.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم څرګنده کړه:«موږ هڅه کوو چې د طالبانو له مشرانو سره له سوله ییزې، ورولۍ، وطندارۍ او وطندوستۍ له لارې د افغانستان ستونزې حل کړو.»

د یکشنبې په ماښام الجزیرې ټلویزیون له ولسمشرۍ ماڼۍ په ژوندۍ بڼه تصویرونه خپاره کړل او په کې لیدل کېدل چې، طالبان ارګ ته ننوځي او درې رنګه بېرغ راښکته کوي او خپل سپین بیرغ د ارګ پر ماڼۍ راځړوي.

په یوه ټلوېزیوني پروګرام کې د اسلامي امارت یوه لوړ پوړي چارواکي ملاعبدالغني برادر د خلکو د ځاني او مالي امنیت ساتنې په هکله ډاډ ورکړ.

کابل ته د اسلامي امارت له بیا راتګه دوه ورځې وروسته، په کابل کې د امریکا سفارت تخلیه شو او بیرغ یې هم راښکته کړای شو. د نورو هېوادونو د سفارتونو کارکوونکي د کابل له زرغون سیمې د څرخکو په وسیله ووتل.

د جمهوریت له سقوط درې ورځې وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د لومړي ځل لپاره په کابل کې په یوې خبري غونډه کې راښکاره شو او بښنې عمومي فرمان یې اعلان کړ.

ښاغلي مجاهد وویل:«دا عفوه د دې لپاره کېږي چې موږ نور نه غواړي جګړه تکراره شي.»

د درې ورځو په تېرېدو سره لا افغانستان مشر نه درلود او روښانه نه وه چې د طالبانو له مشرتابه غړو له منځه مسوولیت به چا ته ورکړل شي. د وږي پر شپاړسمه د اسلامي امارت لنډ مهالې کابینه اعلان شوه. محمد حسن آخند د رییس الوزرا، ملا عبدالغني برادر د لومړي مرستیال او عبدالسلام حنفي د دویم مرستیال، محمد یعقوب مجاهد د دفاع وزارت د سرپرست، سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه وګومارل شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«مشرتابه دا لازمه ولیده چې د اوس لپاره یوه سرپرسته اداره جوړه کړي.»

په تېره یوه کال کې د افغانستان په تړاو په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر غونډې جوړې شوې.

مسکو او ناروې دوه هېوادونه وو چې، د لومړي ځل لپاره په نړۍوالو غونډو کې د سرپرست حکومت چارواکو ته هم بلنه ورکړه.

د افغانستان د سیاسي او بشري حقونو په تړاو د ټرويکا پلس، د ملګرو ملتونو، د اروپايي ټولنې د ځانګړو غونډو په ګډون لسګونه غونډې جوړې شوې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف څرګنده کړه:«د نړۍوالې ټولنې له لوري د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندنه او په دغه هېواد کې اقتصادي، سیاسي او امنیتي ننګونې د دې ښودنه کوي چې، په افغانستان وضعیت له بې ثباتۍ سره مخ دی.»

له سرپرست حکومته د شپږو میاشتو په تېرېدو سره کرار کرار دولتي بنسټونه بېرته فعالېږي او په کابل کې د چین، ازبیکستان، اروپايي تولنې، روسیې اماراتو او هند سفارتونه یو په بل پسې پرانیستل کېږي.

روسیه، ازبیکستان، چین، ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې، د اسلامي امارت استازي یې په خپلو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته منلي دي.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه تر وتنې اته میاشتې په خپل نوروزي پیغام کې وویل، له اوسنیو ستونزو د وتنې لپاره باید په ملي کچه خبرو اترو ته زمینه برابره شي.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړه:«اړینه ده چې په خپل منځ کې یو ملي بحث پیل کړو.»

پر افغانستان د اسلامي امارت د یو کلن حاکمیت په لړ کې، د اساسي قانون نشتوالی، د هېواد د رسمي بیرغ د برخلیک نه روښانتیا، د فقر او بېکارۍ ډېرښت هغه مسایل دي چې لا تر اوسه نا حل شوي ګڼل کېږي.

حقوق پوه سبحان الله مصباح وویل:«د اساسي قانون پر بنست د افغانستان د اوسني نظام نه تعریف او نه ترسیم، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي بې ثباتۍ او د منزوي کېدو اصلي لامل دی.»

د لویې جرګې په تالار د دیني عالمانو د غونډې جوړېدل یو له مهمو غونډو ګڼل کېږي.

په دې غونډه کې یو زیات شمېر دیني عالمانو ګډون درلود؛ خو د ښځو او د ټولنې د نورو قشرونو استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړ شوې. دا په کابل کې د لومړنۍ غونډه وه چې، د اسلامي امارت رهبر په کې حضور درلود.

د دغو مسایلو سربېره، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونو رعایت، ښوونځیو ته د نجونو تګ، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالو شرطونه وو، چې د نړۍ په باور کابل تراوسه دغه شرطونه نه دي پوره کړي او له همدې امله، تراوسه د نړۍ له خوا په رسمیت نه دی پېژندلی شوی.
 
سره له دې چې، په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو یو کال تېرېږي؛ خو لا تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه