Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

منصور احمد خان: افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې به اسانیاوې رامنځته کړو

پاکستان وايي هڅه کوي افغانانو ته د ویزو ورکول اسانه کړي. په کابل کې د پاکستان سفير، د دغه هېواد د خپلواکې د ۷۵يمې کاليزې د لمانځنې د مراسمو پر مهال وويل، چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته له کابل سره د اسلام اباد اړيکې غښتلې شوې دي.

منصور احمد خان زياتوي، چې په تېر يوه کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارت هم زيات شوی دی.

په کابل کې د پاکستان سفيرمنصو ر احمد خان وايي:«په تېر يوه کال کې چې کوم تغيرات راغلل او دا اوسنی حکومت حاکمیت ته ورسېد. چې سبا يې کابل ته د راتلو يو کال پوره کېږي. زموږ اړيکې د افغانستان له حکومت سره، عوامو سره اداراتو سره د زياتېدو په حال کې ده.»

منصور احمد خان وايي، هڅه کوي، چې افغانانو ته د ويزو په صادرولو کې لا زياتې اسانتياوې رامنځه کړي.

ښاغلي خان زیاته کړه:«د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د کورنيو چارو له وزارت سره به راتلونکو اوونيو کې په دولتي کچه خبرې وکړو. موږ تصميم نيولی چې دا مشکل په ګډه حل کړو. راتلونکو څو اوونيو کې به تاسې وګورئ، چې د ويزو په پروسيس کې ډېر پرمختګ او اسانتياوې رامنځته شي.»

بل طرف ته په پاکستان کې د افغانستان سفير هم د کابل او اسلام اباد تر منځ په ښو اړيکو ټينګار کوي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير سردار احمد شکيب څرګنده کړه:«له کله نه چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم شوی، موږ دواړه د يو بل د ګټو ملاتړ کوو. په ولسي کچه هم د روغتيا، تعليم، تجارت او ثقافت په برخه کې د اړيکو د پياوړتيا هڅې کوو.»

پاکستان داسې مهال د ويزو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کېدو خبره کوي، چې په وروستيو مياشتو کې هغه افغانان چې پاکستان ته د تللو هوټ لري، په مياشتو مياشتو د ويزو د اخيستلو لپاره انتظار باسي او په دې پروسه کې له ستونزو شکايت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه