Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د ۳۵۰ زره کسیز پوځ پاشل کېدل

په تېر یوه کال کې په افغانستان کې په پوځي برخه کې هم پراخ بدلونونه راغلي دي. د تېر حکومت د ۳۵۰ زره کسیز ځواک له منځه تلل، د اسلامي امارت له لوري د نوي پوځ رامنځته کېدل او د پخوانيو سرتېرو نا روښانه برخلیک له مهمو پوځي مسایلو څخه وو.

د تېر حکومت پر مهال جوړ شوی ۳۵۰ زره کسیز پوځ وپاشل شو او دا پوځیان له بې برخلیک وضعیت سره مخ شوي دي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وویل:«د جمهوریت دورې وسله وال پوځ په ځانګړې تګه ملي اردو د کمیو او نیمګړتیاو ترڅنګ د زښته پياوړو مثبتو ټکو لرونکی هم وه.»

که څه هم مخکینی حکومت نسکور شوی و خو څه د پاسه شپږ زره امریکايي پوځیان د کابل په هوايي ډګر کې وو، ترڅو بهرني وګړي او د دوی افغان همکاران له افغانستانه وباسي.

بالاخره د دوشنبې په شپه د وږي په اتمه نېټه د امریکا د هوایي ځواک د ۸۲ فرقې قوماندان کریس ډاناهیو وروستی امریکايي پوځي و چې له افغانستانه خپل هېواد ته ستون شو او په دې توګه امریکا په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پای ته ورسوله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څرګنده کړه:«د امریکا پوځي الوتنې پای ته رسېدلي او زموږ سرتېري له افغانستانه وتلي له افغانستان سره د امریکا د مشارکت نوی فصل پیل شوی دی.»

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، امریکا اعلان وکړ چې د اوه مېلیارد ډالرو په ارزښت پوځي وسایل چې مخکیني حکومت ته د مرستې په توګه ورکړل شوي وو په افغانستان کې پاتې شوي دي.

په دغو پوځي وسایلو کې ۷۸ الوتکې، د ۱۲زره هاموې په ګډون ۴۰ زره پوځي موټر، له ۳۰۰ زره زیاتې ډول ډول وسلې، د ۴۸ مېلیون ډالرو په ارزښت ځانګړي مهمات، د شپې دوربینونه، د بایومتریک سیسټم او د مین پاکولو وسایل شامل وو. خو پنټاګون وویل چې په افغانستان کې پاتې شوي پوځي وسایل له کاره لوېدلي او د کارولو وړ نه دي.

د اسلامي امارت ویاند دبیح الله مجاهد وویل:«هغه تجهیزات چې د افغاسنتان د خلکو د وژلو لپاره دلته رالېږدول شوي وو، اوس د افغانستان د خلکو ملکیت شوی، له دې وروسته له دغو وسایلو او تجهیزاتو او وسلې د افغانستان د دفاع لپاره استفاده کېږي، ټول یې دپيو شوي او محفوظ دي.»

د مخکیني حکومت له سقوط وروسته د هېواد هوايي برخه هم له کاره ولوېده، د شمېرو له مخې، څه د پاسه ۵۰ چورلکې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا تاجیکستان او ازبیکستان ته ولېږدول شوي.

له هغې وروسته محمد یعقوب مجاهد خبرداری ورکړ که تاجیکستان او ازبیکستان دا چورلکې سرپرست حکومت ته ونه سپاري له ناوړه پایلو سره به مخ شي.

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد څرګنده کړه:«زموږ هغه الوتکې چې له تاجیکستان او ازبیکستان سره دي، هغه دې بېرته راولي او موږ هېڅکله اجازه نه ورکوو چې زموږ الوتکې بهر کې وي او له هغې استفاده وشي.»

د مخکینیو امنیتي ځواکونو له پاشل کېدو وروسته، د اسلامي امارت دفاع وزارت د نوي پوځ د جوړولو خبر ورکړ. د اسلامي امارت دفاع وزارت اعلان وکړ چې غواړي ۱۵۰ زره کسیز پوځ جوړ کړي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وویل:«د دفاع وزارت مشرتابه په پام کې لري، هغه شمېر موږ ثبت او راجستر کړ چې په دې منځ کې له ۱۰۰ زره تر ۱۵۰ زرو تنو دي او بل پړاو هم د بست تعیین ول دي او همدارنګه نور مراحل چې د دغې پروسیې او د اردو د جوړولو لپاره دي.»

که څه هم تمه کېده چې په نوي پوځ کې به د مخکیني حکومت له پوځیان هم کار واخیستل شي، خو تراوسه د هغو مخکینيو پوځیانو شمېر نه دی روښانه شوی چې په نوي پوځ کې جذب شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:«یوازې څوک یا هغه شمېر به بې کاره وي چې عملاً د جګړې په ډګر کې وو، او د مجاهدینو په مقابل کې جنګېدل.»

په دوحه کې د قطر له پوځي چارواکو سره د دفاع د سرپرست وزیر خبرې، په اسلامي امارت په تېره یوه کلنه واکمنۍ کې بله موضوع وه.
ملایعقوب مجاهد قطر ته په سفر کې ددغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې د یونیفورم او معاشونو په برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي او قطر هم د امنیتي هوکړې په اړه یو وړاندې کابل ته ورکړ.

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد وویل:«د ملي پوځ د معاش د ورکړې په برخه کې د هغوی د همکارۍ غوښتونکي شوو، ځکه چې یو اسلامي هېواد دی او له تېرو تراوسه له موږ سره یې همکاري کوي او د یونېفورم په برخه کې هم له موږ سره همکاري وکړي.»

له دې سره سره، افغانستان په تېرو لسیزو کې څو ځله د اردو او پوځي وسایلو له پاشل کېدو سره مخ شوی دی. داسې باور کېږي چې د امنیتي ځواکونو په هر ځل پاشل کېدو سره افغانستان ته لوی ګوذار او نه جبرانېدونکي زیانونه اوښتي دي. 

د مخکیني ملي پوځ له پاشل کېدو وروسته، د اسلامي امارت دفاع وزارت د نوې اردو له جوړېدو خبرورکړ. دفاع وزارت اعلان کړی دی چې غواړي ۱۵۰ زره کسیز پوځ جوړ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه