Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت په یو کلنۍ حکومتوالۍ کې د نجونو د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل

د اسلامي امارت د واکمنۍ د یو کال په موده کې د نجونو د ښوونځیو تړل په کور دننه او بهر کې د غبرګونونو لامل شول.

که څه هم اسلامي امارت څو ځله ویلي، چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي، خو لا هم د نجونو د متوسطو او لېسو برخلیک روښانه نه دی.

په دغه یوه کال کې څه تېر شوي دي؟

له کورنیو او بهرنیو اندېښنو او غوښتنو وروسته، پوهنې وزارت د وري میاشتې په درېیمه د نجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکړ. د ملګرو ملتونو سرمنشي پر خپل ټوټېر د ښوونځيو د پرانیستلو د پرېکړې هر کلی وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرش وویل:«زه د مارچ په دویشتمه د نجونو او هلکانو د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د طالبانو له اعلان شوي پروګرامه هرکلی کوم او اوس باید دغه پروګرام تایید او عملي شي. د نجونو او هلکانو پر مخ ټولې دروازې باید پرانیستل شي، څو خپلو بالقوه وړتیاوو ته ورسېږي.»

د هیلو او ناباوریو په لړ کې د پوهنې وزارت له ټولو زده کوونکو وغوښتل چې د وري په درېیمه خپلو ټولګیو ته حاضر شي.
 
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان څرګنده کړه:«۱۴۰۱ کال د وري په درېیمه په ټول افغانستان کې د ټولو زده کوونکي هم هلکان او هم نجوني له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې د ښوونځيو دروازې پرانیستل کېږي.»

په داسې حال کې چې زده کوونکي  خپلو درسونو ته د دوام ورکولو لپاره ښوونځيو ته ولاړل، خو د نجونو زده کوونکو لپاره دغه خوښي لنډمهالې وه.
 
زده کوونکې ملکه وايي:«دوی زموږ هیلې له خاور سره خاورې کړې؛ موږ هم نجونې یوو هیله لرو چې درس ووایوو ډاکټرې شوو یا هم مهندسې شو، خو دوی نه غواړي چې موږ درس ووایوو.

د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو له امله ښځو،سړيو او نجونو واټونو ته په راوتو، او د دې شعار په ورکولو سره چې، زده کړه زموږ حق دی، اعتراض وکړ.
 
معترضه مونسه مبارز څرګندوي:«نن راغونډې شوې یوو چې د دغه ګډ درد په هکله غږ پورته کړو، او اجازه ورنه کړو چې یو نسل د زده کړو له حقه بې برخې نه شي.»

 په دې لړ کې د افغانستان په ډيری ولایتونو کې د مولانا خواجه جلیل الله مولوي زاده او شیخ فقیرالله فایق په څېر دیني عالمانو د اسلامي امارت د دغه ګام په غبرګون کې وویل چې د اسلام له نظره، نجونې اجازه لري،چې عصري علوم زده کړي.

دیني عالم  شیخ فقیر الله فایق په دې هکله وویل:«دا له جواز پرته فتوا چا ورکړې ده؟ د دې دلیل څه دی؟»

ملا امام ګل میران هم وايي:«دا زموږ حق دی او د اسلامي قانون پر بنسټ باید د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.»
 
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي، اروپایي ټولنې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جرمني، انډونیزیا، او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د اندېښنې په څرګندولو سره د سرپرست حکومت دغه کار د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کېدو لامل وباله او پر همدې مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزات له اسلامي امارت سره په دوحه کې خپلې له وړاندې پلان شوې غونډې لغوه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس څرګنده کړه:«دا یو حقیقت دی، چې د ښوونځيو د نه پرانیستل کېدو اعلان به د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندنې او له هغوی نه د نړۍوالې ټولنې پر سیاسي ملاتړ ناوړه اغېزې ولري.»

د ملګرو متلونو د سرمنشي ویاند اسټفان دوجاریک وویل:«رسمي چارواکي له شپږم ټولګي د پورته ښوونځيو په پرانیستلو کې ناکام شوي دي، سره له دې چې خپلې ژمنې یې بیا بیا تکرارولې، دا ډېره خواشینونکې ده.»

د یونېسف د اړیکو مسوول سام مورټ څرګنده کړه:«دا په افغانستان کې د نجونو د راتلونکې په تړاو شاته د ستنېدو یو ګام دی. یونېسف په ژوره توګه اندېښمن دی،چې د افغان نجونو پر وړاندې د دې پرېکړې موخه څه ده؟ آیا د هغوی د رواني روغتیا په تړاو مو فکر کړی. د نجونو د زده کړو او راتلونکې په تړاو دا پرېکړه په څه معنی ده؟»

خو د سراج الدین حقاني، عباس ستانکزي، نعیم وردګ، ذبیح الله مجاهد او انس حقاني په څېر د اسلامي امارت چارواکو په خپلو مرکو او بېلابېلو نړۍوالو غونډو کې په نږدې راتلونکې کې د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانیستلو خبره کوله.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني زیاته کړه:«هېڅوک د نجونو د زده کړو مخالف نه دي اوس مهال له لومړي تر شپږم ټولګي نجونې ښوونځي ته ځي. او د یوې کړنلارې په هکله کار روان دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم ښوونځيو ته ولاړې شي.»

خو د اسلامي امارت د ویاندویانو د ژمنو او خبرو په لړ کې پوهنې وزارت  د سترې محکمې د سرپرست عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د یوې نهه کسیزې کمېټې د جوړېدو او د دیني عالمانو د سراسري شورا د  رابللو خبر ورکړ او وویل چې د نجونو د ښوونځيو په تړاو به وروستۍ پرېکړه همدا کمېټه او غونډه کوي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان په دې هکله وویل:«په دې هکله به د دین عالمان غونډه ولري او د دین عالمان به پرېکړه وکړي.»

خو د کمېټې د کار د څرنګوالي څه څرک ونه لګېد او د دیني عالمانو په غونډه کې هم پرېکړه ونه شوه.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«دا یوه ستونزه ده چې په نظام کې د هغه حل اړین دی او نظام مکلف دی چې د خلکو دغه غوښتنه حل کړي او د راتلوونکي نسل لپاره یوه اړتیا ده، خو دا چې شرایط څه وخت جوړېږي او دیني عالمان ښوونځيو ته د نجونو د تګ پر څرنګوالي پرېکړه کوي وخت ته اړتیا ده.»

د اسلامي امارت د واکمنۍ د یو کلنۍ په درشل کې، د پوهنې وزارت سرپرست وویل، چې د نجونو ښوونځي، د کلتوري محدودیتونو او ناوړه دودونو له امله تړلې پاتې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر وویل:«خلک ښوونځيو ته د نجونو له تګ سره ستونزه نه لري بلکې له کوره د هغوی له وتلو سره ستونزه لري؛ په دې برخه کې د افغانانو کلتور حساس دی.»

خو په کور دننه او بهر هېوادوال د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره آرام کېنناستل او په ټولنیزو شبکو کې یې، نجونې پرېږدئ چې ښوونځي ته ولاړې شي، هشټکونه پېل کړل.

خو د اسلامي امارت له واکمنۍ نه د یو کال له تېرېدو وروسته هم تر اوسه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

د اسلامي امارت له واکمنۍ نه د یو کال له تېرېدو وروسته هم تر اوسه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه