Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسلامي امارت: نړۍ باید له افغانستان او نوي نظام سره همکاري وکړي

اسلامي امارت وايي، چې نړۍ بايد له افغانستان او نوي نظام سره همکاري وکړي.

 د بهرنيو وزير امیرخان متقي د اسلامي امارت د واکمنۍ د لومړۍ کليزي د لمانځنې په مراسمو کې ويلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې هېڅ داسې نمونه نشته چې د افغانستان خاوره دې د کوم هېواد پر ضد استعمال شوې وي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«له ټولې دنیا سره مو دا وعده کړې وه، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه استعمالېږي. الحمدالله په تېرو دولسو مياشتو کې هېڅ داسې نمونه نه لرو، چې د افغانستان خاوره دې د چا پر ضد استعمال شوي وي. ازبیکستان ته د څو زړو توغنديو د شاټولو هڅه وشوه، عاملين يې ګرفتار شول، څوک مړه شول څوک بنديان دي.»

امير خان متقي په دې غونډه کې وايي، چې افغانستان نور د سترو قدرتونو د جګړو مرکز نه دی او په تېرو ۱۲ مياشتو کې د افغانستان خاوره د هېچا پر ضد نه ده استعمال شوې.

ښاغلي متقي زیاه کړه:«نړيوال بايد له افغانستان سره، له نوي نظام سره همکاي وکړي او له دغه فرصت څخه بايد ټول په ګډه سره استفاده وکړو؛ تر څو بيا هغه ناخوالې تکرار نه شي، چې په تېرو ۴۰ کلونو کې يې هېچا مخه نه شوه نيولی. دلته ټولې نسخې ناکامه شوې دي.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد هم څرګندوي:«په ټول هېواد کې يوه لوېشت داسې ځمکه نه لرو، نه هواره او نه غر چې هلته دې د دې نظام او افغانانو مخالف يو څوک شتون ولري، قرارګاه ولري.»

د رياست الوزارء اداري مرستيال او د حکومت وياند هم په دې غونډه کې د تېر يوه کال لاسته راوړنې د پام وړ بولي.

د رياست الوزراء اداري مرستيال عبدالسلام حنفي وویل:«هر ډول فساد، اخلاقي او اداري له صفر سره ضرب شوی. په هېڅ ځای، هېڅ ولایت او هېڅ دولتي اداره کې فساد شتون نه لري.»
 
د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي:«اسلامي امارت په تېر يوه کال کې، سره له دې چې خپله ازادي يې ساتلې، په خپلو ټولو پرېکړو کې د چا تر اثر لاندې نه دی راغلی، هېواد يې هم په حرکت راوستی او ټولې دولتي ادارې په حرکت راغلي دي.»

د اسلامي امارت د بيا ځلې واکمنۍ یو کال په داسې حال کې پوره شو، چې تر اوسه هېڅ هېواد د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه