Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په هکله د نړۍوالو بنسټونو اندېښنه

د بشري حقونو د څار سازمان او نورو نړۍوالو سازمانونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له امریکا غواړي چې د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو پر سفرونو بندیز ولګوي.

دغه بنسټونه په یوه راپور کې وايي چې د سرپرست حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله په تېر یو کال کې د ښځو وضعیت خراب شوی او د طالبانو پر سفر بندیز دې تر هغو دوام وکړي څو چې هغوی د ښځو پر وړاندې خپله تګلاره بدله نه کړي.

دغه بنسټونه د امریکا له حکومته غواړي چې د افغان مېرمنو د حقونو په هکله د طالبانو له خوا ځواب ویل له دې ډلې سره د خپل د يپلوماتیک تعامل یوه برخه وګرځوي.

د شبري حقونو د څاربنسټ په خپل راپور کې ویلي:«د بایډن دولت او د امریکا کانګرس باید اوس عمل وکړي او افغان ښځې او نجونې د خپلو دیپلوماتیکو، پراختیايي او انسان دوستانه فعالیتونو په چورلیز کې راولي.»

خو ځینې کسان بیا باور لري، دا راپورونه تر هغه چې عملي بڼه ونه لري، د اسلامي امارت د مسوولینو په کړنو کې به بدلون رامنځته نه کړي.

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین وايي:«له شک پرته هغه رپوټونه او اعلامیې چې د بشري حقونو مدافع بنسټونو له خوا افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو د خراب والي په هکله خپرېږي، په یوازې نه شي کولای چې د افغان مېرمنو د وضعیت له ښه والي سره مرسته وکړي.»

د پوهنتون استاده او د ښځو د حقونو فعاله سونیا نایل هم څرګندوي:«له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له امریکا چې په دې برخه کې ډاګیزه رول لري زموږ غوښتنه دا ده، چې راشي د خبرو او منطق له لارې پر دوی فشار راوړي چې وکړای شي د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې ګټور وي.»

له بلخوا، د اسلامي امارت ویاند د دې راپور په ردولو سره وایي، په هغو ځایونو کې چې ښځو ته اړتیا ده په کې حضور لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«په ټولو هغو برخو کې چې ښځو ته اړتیا لیدل کېږي، لکه د روغتیا، لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې او همدارنګه د هوايي دګر پولیس، تذکره، پاسپورټ په برخو کې مېرمنې کار کوي او د کار زمینه ورته برابره ده.»

د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د دغه ممنوعیت له ځنډولو سره هڅه کړې په قطر او نورو هېوادونو کې له امریکا سره په خبرو کې د ګدون لپاره د طالبانو د سفر زمینه برابره کړي.

له دې مخکې په ځلونو هېوادونو او بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو د ښځو د کار حق او د نجونو د زده کړو حق د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره له شرطونو څخه بللي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ، د جورج ټاون پوهنتون د سولې او ښځو بنسټ، د کډوالو مېرمنو کمېسیون او څو نورو بنسټونو په یوه رپوټ کې له امریکا غواړي چې د طالب چارواکو د سفرونو لنډمهاله معافیت له منځه یوسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه