Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نورالله منیر: د نجونو ښوونځي د کلتوري لاملونو له امله تړلي پاتې دي

د د پوهنې وزارت سرپرست د نجونو د ښوونځیو د تړل پاتې کېدو لامل کلتوري ستونزې ګڼي او وايي ډېر ژر به د نجونو زده کوونکو پر مخ د متوسطو او لېسو دروازې پرانیستل شي.

د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر وايي چې د ښوونځيو تړلي پاتې کېدل شرعي انګېزه نه لري.

نورالله منیر زیاته کړه:«د افغانستان اسلامي امارت د نجونو د ښوونځیو په هکله کومه شرعي نقطه نه لرو، خو د افغانانو کلتور داسې دی چې موږ دې ته اړ کړي یوو چې موږ باید بشپړ چمتووالی ولرو چې موږ ښځينه او د نجونو ښوونځي داسې پيل کړو چې د خلکو نیوکه پرې نه وي چې موږ هغه ته اکثریت خاموش ویلای شو.»

له تېر یوه کال راهیسې  د نجونو د متوسطو او لېسو د نه پرانیستو له امله نجونې زده کوونکې سختې اندېښمنې دي او د نجونو د پاتې ښوونځي د پرانیستې غوښتنه لري.

فرخنده چې، د دولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، هېڅ یې داسې نه پتېیله چې ګوندې ښوونځی به یې پر مخ وتړل شي؛ خو اوس د دغه وضعیت له امله سخته رنځېږي.

زده کوونکې فرخنده وايي:«کله چې ښوونځي ته ولاړم د ښوونځي په کوڅه کې ټولګي والې مې ولیدې، وې ویل چې فرخندې جانې ښوونځی تړل شوی دی، همالته مې فکر وکړ چې نن پر ما قیامت کېږي، ما وژړل همالته مې خپله هیله له لاسه ورکړه.»

زده کوونکې تمنا هم وویل:«یو کال دی چې ښوونځي ته نه یوو تللي او له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د ښوونځي دروازې د افغان نجونو پر مخ پرانیزي.»

له بل لوري د ترکیې بشرپاله خیریه بنسټ له پوهنې وزارت سره د دوو میلیونه ډالرو په لګښت د ښوونې او روزنې د یوې مجتمع د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

د ای اېچ اېچ خیریه بنسټ مرستیال وايي:«موږ په بازار کې بیې وڅېړلې او دې پایلې ته ورسېدو چې، د دغه ښوونځي جوړېدل ۱ اعشاریه ۷ مېلیونه ډالره لګښت لري.»

د نجونو متوسطې او لېسې له شاوخوا یوه کال راهیسې تړلې دي. اوس اوس د زده کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، زده کړو ته د نجونو نه پرېښودل تبعیض دی او زیاته کړې یې ده چې، هېڅوک باید د دغې مسلې پر وړاندې چپ پاتې نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه