د کابل امنیه قومندانۍ د کابل ښار د اولسمې حوزې په اړوند کې په یوه جومات کې له چاودنې خبر ورکوي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې دغه چاودنه د ماښام لمانځه پر مهال د لومنځ کوونکو په منځ کې شوې ده او مرګ ژوبله هم لري.
دا په داسې حال کې ده د اېمرجنسي روغتون دغه روغتون ته د دغې پېښې د ځينو ټپيانو او مړو له راوړلو خبر ورکوي.
تراوسه د دغې پېښې د مرګ ژوبلې کره شمېر په واک کې نشته.
بلخوا تراوسه کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
په دې اړه مو اندونه