Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې د عملي کار په موخه د یوې کمېټې جوړېدل

اسلامي امارت د ټاپي پروژې د عملي کار په موخه یوه کمېټه جوړه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې کمېټې مشري د ملا عبدالغني برادر او شهاب الدین دلاور په غاړه ده او ډېر ژر به له افغانستان څخه یو پلاوی ترکمنستان ته سفر وکړي.

تمه ده چې په دغه سفر کې به له ترکمنستاني چارواکو سره د ګازو د بیې او ټاپي پروژې د پیل کېدو په اړه خبرې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وویل:«موږ په دې وروستیو کې ترکمنستان ته یو سفر هم لرو او هلته د ګازو د بیې او په هرات کې د دغې پروژې د عملي کېدو او همدارنګه د صنعتي پارک، کارونو او د هغوی د لېږد په هکله به خبرې وکړو.»

په دغې کمېټه کې پنځه وزارتونه او څلور خپلواکې ادارې غړیتوب لري.

د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا کمېټه، له ترکمني پلاوي سره د تاپي پروژې په اړه منظمې ناستې ترسره کوي او تراوسه د تاپي پروژې پر لار د ځمکو د استملاک او مالیو په اړه یې یو لړ لاس ته راړونې لرلې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په جوړه شوې کمیټه کې به د کرنې وزارت د ځمکو د استملاک او د کورنیو چارو وزارت به د امنیت د ټینګولو په برخه کې کار وکړي.

تمه کېږي، له تورغونډۍ تر ګذرې ولسوالۍ چې ۱۵۳ کیلومتره کېږي د استملاک بهیر پيل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وايي:«د وزارتونو ترمنځ یوه کمېټه جوړه شوې ده او د دغه کمېټې مالي چارې د مالیې وزارت همکاران یې مخته وړي او سیاسي چارې یې په بهرنیو چارو وزارت پورې اړوندې دي.»

مخکینیو او اوسنیو چارواکو په ځلونو د تاپي پروژې کار د پیلېدو خبره کړې خو تراوسه دا پروژه نه ده پیل شوې.

په وروستي مورد کې، اسلامي امارت اعلان وکړ چې د روان کال زیږدیز په مارچ میاشت کې به د تاپي پروژې عملي کار پيل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا طلوع نیوز ته وویل:«تر هغې چې د افغانستان سیاسي ستونزې حل نه شي او د دغې پروژې د تمویل لپاره مالي سرچینې پیدا نه شي. ډېره ستونزمنه ده چې د افغانستان حکومت یې په یوازې او یا هم ترکمنستان او یا هم پاکستان دغه پروژه تمویل کړي او دغې پروژې ته حرکت ورکړي.»

تاپي پروژه له ترکمنستانه پيلېږي او له هرات، فراه، نیمروز، هلمند  او کندهار ولایتونو په تېرېدو سره پاکستان ته او له هغه ځایه هند ته رسېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه