Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۷ ولایتونو په پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځي جوړ شوي

د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، دې وزارت د هېواد ۱۷ ولایتونو په پوهنتونونو کې د شرعیاتو پوهنځي جوړ کړي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست د تحصیلي برخې د بیا کتنې او پراختیا لپاره په یوه پروګرام کې وویل، په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمون له اتلس کرېډیټو څخه ۲۴ کریډیټو ته لوړ شوی دی.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني وايي: «په‌دې برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت په پیشنهاد باندې او د مشرتابه په منضورۍ باندې د اسلامي ثقافت مضمون د وړاندې په نسبت باندې غني شوی هم دی، قوي نصاب د هغې لپاره تیار شوی دی او په هفته کې درې ساعته د هغې لپاره انتخاب شوی.»

د دې وزارت مسوولان وایي، نوی ښوونیز نصاب د ملی او دیني ارزښتونو په رڼا کې طرحه شوی دی.

د تحصیلي نصاب رییس عبدالرووف فراهي زیاتوي: «د هېواد او ټولنې ملي او اسلامي ارزښتونو ته په کتو سره، کله چې په هغه رشتې باندې کار کېږي، دا د استادانو او متخصصینو کار دی.»

بل‌خوا د پوهنتون یو شمېر استادان د ښوونیز نصاب د نوي کولو په برخه کې د نړۍوالو ښوونیزو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

د پوهنتون استاد نور زمان باوري څرګندوي: «موږ ته باید لابراتوارونه جوړ کړي او په تحصیلي نصابونو لکه کتابونو، لابراتوار او نورو عملي ساحو کې له موږ سره مرسته وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هېواد د پوهنتتونونو د درسي نصاب بیاکتنه د پوهنتونونو د کادرونو او د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یا یونېسکو تر نظر لاندې تر سره کېده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه