Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مولوي محمد یعقوب څرګندونو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

پاکستان د دفاع وزارت سرپرست څرګندونو ته په غبرګون کې وايي چې د نوموړي څرګندونې د ډپيلوماټیکو اصولو په خلاف او نامسوولانه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې له شواهدو پرته د افغانستان د دفاع وزیر دا ډول تورونه ډېر خواشینې کوونکي او نامسوولانه دي. 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپرپاڼه کې راغلي:«د هېڅ ډول شواهدو په نشتون کې، لکه څنګه چې په خپله د افغانستان د دفاع وزیر منلې، دا ډول فرضي تورونه خورا د افسوس وړ دي او د ډیپلوماټیک چلن له معیارونو نه سرغړونه ده.»

په اعلاميه کې همدا راز له افغان چارواکو غوښتل شوي، چې له نړۍوالو سره خپلو هغو وعدو ته ژمن پاتې شي، چې د نورو پر خلاف یې د خپلې خاورې د نه کارېدو په اړه کړي دي.

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد تېره ورځ (یکشنبې) د دغه وزارت د تېر یوه کال د کړنو د راپور ورکړې په غونډه کې وویل چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم له لارې د افغانستان فضا ته راننوځي.

بلخوا د سياسي چارو شنونکی محمد حسن حقيار په دې اړه داسې وايي:«په افغانستان کې د ناټو او امريکايانو په شتون کې د ناټو او امريکايانو ټول اکمالات د پاکستان له ټرانزيټه کېدل. اوس هم پاکستان امريکا ته دا اجازه ورکړې، چې د پاکستان له فضا څخه استفاده وکړي.»

د سياسي چارو شنونکی حاجي متين محمد خېل هم څرګندوي:«نه له شمال يعنې منځنۍ اسيا څخه راتلای شي نه د ايران له لارې. دا خو يو معلوم حقیقت دی، چې دوی اډې ورکړې دي. اول ځل يې چې افغانستان بمبارد کړ د دوی له اډو څخه راپورته شول، چې هېڅ ډول انسانیت، شرافت او ګاونډيتوب د دې اجازه نه ورکوي؛ خو دوی دا کار کوي.»

په افغانستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدلو موضوع وروسته له هغې د بحث وړ وګرځېده، چې امريکا نږدې يوه مياشت وړاندې کابل کې د يوه هوايي بريد پر مهال، د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژلو ادعا وکړه.

مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي دي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریمه د افغانستان هوايي فضا ته راننوځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه