Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د هوايي حریم د تړون د ورکړې په هکله له شرکتونو سره د خبرو دوام

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د خپلو کلنیو کړنو په هکله د راپور ورکړې په غونډه کې وايي، د افغانستان د هوايي حریم د تړون ورکړې په هکله له بېلابېلو شرکتونو سره خبرې روانې دي.

د دغه وزارت مرستیال وايي، چې ګاک ​​شرکت ته د کابل هوايي ډګر او د هېواد د نورو هوايي ډګرونو د ځمکنیو خدمتونو او هوايي چلن د امنیتي تړون له سپارلو وروسته د هوايي خوندیتوب د تضمین ترڅنګ ۹۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا وویل:«له ځينو نورو کمپنیو سره د معیاري خدمتونو او مدیریت کنټرول د ورکړې په هکله بحث جریان لري.»

د دغه وزارت د خوندیتوب او تفتیش مرستیال وايي چې د ځینو اسنادو مسوده یې چمتو کړې چې د الوتنو او هوايي چلن په عملیاتو کې مرسته کوي.

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې، د افغانستان له فضا څخه څه د پاسه ۱۵ زره عبوري الوتنې شوې چې په پایله کې یې افغانستان له دې لارې څه د پاسه ۱۰ مېلیون ډالر عواید ترلاسه کړ.

د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د خوندیتوب او تفتیش د پالیسۍ مرستیال حسیب الله سروش وايي:«له همدغه هوکړه لیک سره دې زموږ کورنۍ الوتنې دې په خوندي توګه ترسره شي او کابو ۱۶۰۰ کورنۍ الوتنې مو لرلې دي.»

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي چې په تېر یوه کال کې یوه اندازه مهمات، نشه يي توکي، نغدې پیسې او سره زر د هېواد په هوايي ډګرونو کې ترلاسه او ضبط شوې دي.

تمه کېږي چې ترانسپورت وزارت د ځمکني ترانسپورت په برخه کې، ایران او ترکیې سره یو لړ هوکړې هم لاسلیک کړي.

د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د اماراتو، فلای دوبۍ او ترکیش ایرلاین هوايي چلن شرکتونو په ګډون لویو شرکتونو الوتنې افغانستان ته بندې شوې او د ترانسپورت وزارت وایي چې تمه کېږي دا شرکتونه بېرته کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه