Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ترکیه کې د ښځو د غونډې پرېکړه لیک؛ نړۍواله ټولنه دې د ښځو لپاره کار وکړي

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په ترکیه کې د افغان ښځو د غونډې په وروستۍ ورځ له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د ښځو او نجونو د حقونو په تېره بیا په افغانستان کې د ښځو لپاره د زده ‌کړو او کار د حق د تامین لپاره کار وکړي.

دوی د دغې غونډې په څلورمه او وروستۍ ورځ یو پرېکړه لیک صادر کړ.
 
د ښځو د حقونو فعاله آصفه سبا څرګندوي:«د افغان مېرمنو ستونزې به تر کله همداسې دوام ولري، تر کله؟»

د ښځو د حقونو فعاله راحله صدیقي وايي:«تخنیکي مرستې او مالي سرچنیې چې مشرتابه مېرمنې په بېلابېلو سیمو کې د ښځو او د هغوی د وړتیاو د لوړولو لپاره دننه په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې فعالیتونه لري.»

له دې سره په یو وخت په کابل کې د ښځو د حقونو یو شمېر نورې فعالانې وايي چې په دغه راز ناستو کې باید هغو ښځو ته بلنه ورکړل شي چې د ننه په هېواد کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي وايي:«هغه غونډه چې په انقره کې وشوه، کومه پایله نه لري او زه ډاډه یم چې یوازې د یوې غونډې په کچه وه او په هېڅ مورد کې چې د افغانستان ښځې دي، هلته پاملرنه نه کېږي.»

له بلخوا، د اسلامي امارت ویاند وایي چې د اسلامي امارت په بیا ځلې واکمنېدو سره له پخوا زیات د ښځو حقونه خوندي شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي:«ښځې د حکومتووالۍ په ډېرو برخو کې چې ورته اړتیا لیدل کېږي او په کارېږي کار کوي دنده ترسره کوي او خپلو کارونو ته دوام ورکوي او ځينو ته چې تراوسه زمینه مساعته نه ده معاشونه یې په کور کې ورکول کېږي.»

د افغانستان د ښځو ناسته د وږي په څلورمه نېټه په استانبول ښار کې ترسره شوې وه، په دې ناسته کې د ملګروملتونو سازمان، د بشري حقونو د څار بنسټ او د اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خوندیتوب په هکله خبرې اترې وکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه