Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: اسلامي امارت له هند سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وايي چې اسلامي امارت له هند سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې د ښو او نېکو اړیکو غوښتونکی دی.
 
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له ستار نیوز هندي شبکې سره په مرکه کې هېواد ته د هندي ډیپلوماټانو راستنېدل له نوي ډیلي سره د کابل په اړیکو کې یو پرمختګ ګڼي او وايي چې په اوسني وخت کې سرپرست حکومت له هند سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې نېکې اړیکې لري.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي:«افغانستان او هند د تاریخ په اوږدو کې نېکې اړیکې لرلې دي، دواړه هېوادونه ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري، افغانستان ته د هند راستنېدل د یوه پرمختګ ښودنه کوي، مراجعینو ته د ویزو د ورکړې پیلېدل هم یو پرمختګ دی.»

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کوي چې اسلامي امارت د ټولو هېوادونو په وړاندې متوازن سیاست پرمخ بیایي.

ښاغلي متقي څرګنده کړه:«موږ له پاکستان، چین، هند، ازبیکستان، قزاقستان، ترکیې، روسیې، عربي او نورو ګاونډیو هېوادونو سره نېکې اړیکې لرو، له دغو هېوادونو سره هېڅ ستونزه نه لرو او له دغو هېوادونو سره موږ متوازن سیاست غوره کړی دی.»

له بلخوا، د نړۍوالو اړیکو کارپوهان په دې باور دي، ترهغه چې اسلامي امارت د نړۍوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړي، د نړۍ له هېوادونو سره به د کابل اړیکې ښې نه شي.

د نړۍوالو اړیکو کارپوه وویل:«یو بې پرې سیاست دې اختیار کړي چې ټولو هېوادونو ته ثابته شي او دغه هېوادونه ډاډمن شي چې افغانستان د دغو هېوادونو د سیالیو ډګر نه دی او په ځانګړې توګه له هند سره زموږ په اړیکو کې ډېر دقیق واوسوو. ترڅو پاکستانیانو ته بیا زمینه مساعده نه شي چې افغانستان او د افغانستان سیاستونو ته زیانمن کړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه نورالله راغي وايي:«ځينې هېوادونه مشروع غوښتنې لري لکه هند چې په افغانستان کې یې سیاسي اقتصادي او امنیتي ګټو ته پاملرنه وشي او له افغانستانه ونه ګواښل شي.»

امیر خان متقي په دغه مرکه کې یو ځل بیا ډاډ ورکړی، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پرخلاف کار واخیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه