Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د جنګي جنایتونو پر څېړنې د هاګ نړیوالې محکمې ټینګار

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د هاګ په نړیواله محکمه کې د جنګي جرمونو برخې څارنوالۍ د دې محکمې له قاضي غوښتي چې په افغانستان کې بې له ځنډه د جنايي جرمونو په هکله خپلې څېړنې له سره پیل کړي.

دې محکمې "طالبان" یادو جنایتونو ته په رسېدنه کې په بې پروايي تورن کړي دي.

د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان وايي: «طالبان دوام نه ورکوي او دوام نه‌شي ورکولای او نیت هم نه‌لري چې د دغو جنایتونو په اړه پلټنو او تحقیقاتو ته دوام ورکړي، د بل دولت له خوا د څېړنو د درولو غوښتنه هم نور مفهوم نه لري.»

د لاهې محکمې خبرداری ورکړی چې لا هم په افغانستان کې جنایي جرمونو روان دي.

د جنګي جرمونو په اړه څېړنې دوه کاله مخکې د مخکیني حکومت په غوښتنه درول شوې وې.

د سیاسي چارو کارپوره طارق فرهادي وايي: «له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ځینو خلکو او بېلابېلو دولتونو له لوري جنګي جنایتونه شوي او ځینو جنایتونو او دولتونو ته د لاهه محکمه لاسرسی نه‌لري.»

د ښځو حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي: «پر افغانستان د امریکا له برید وروسته تر دې مهاله تاریخ په ګوته کړې چې په افغانستان کې جنګي جنایتونه، د ملکي وګړو وژل او نور ډول وژنې شوې دي.»

خو اسلامي امارت د هاګ محکمه جنګي جنایتونو ته د رسیدنې لپاره ناتوانه ګڼي او وايي، دا محکمه نه‌شي کولای اصلي مجرمین پیدا او محکمې ته یې وسپاري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: «واقعیت دا دی چې دا امریکایان نه مني او هغه هېوادونو چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې کې خلک ووژل، ظلم او وحشت یې وکړ، ټول قدرت لري او موږ داسې ځواک نه وینو چې نړۍ دوی راکش او حساب ته حاضر کړي.»

دا په داسې حال کې دي چې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تېره بیا له بشري حقونو د سرغړونې په اړه راپورونه خپاره شول. یوناما هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تېرو لسو میاشتو کې ۷۰۰ ملکي وګړي په افغانستان کې مړه او ۱۴۰۶ نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه