Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجیب‌الرحمن انصاري څوک و؟

د هرات د ګذرګاه جومات خطیب مجیب الرحمن انصاری یو له هغو دیني عالمانو څخه وو چې د خپلو انتقادي ویناوو له امله يې د خلکو په منځ کې ډېر شهرت درلود.

هغه پر هرات سربېره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سرسختي ملاتړي او مخالفين درلودل او د جمهوري نظام له مخالفينو څخه وو.

د اسلامي امارت ملاتړي مجیب الرحمن انصاری څه موده وړاندې د لويې جرګې په تالار کې د دیني عالمانو په يوه غونډه کې د اوسني حکومت د مخالفينو پر ضد سختې خبرې وکړي چې له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوې.

نوموړي په‌دې غونډه کې ګډونوالو ته وویلي وو: «که څو د دې نظام په مقابل کې کوچنی حرکت کوي. علماء ټول دلته ناست دي او زه له ټولو په علم او عمر کې وړوکی یم. بايد د افغانستان ټول علماء دې نتیجې او فتوا ته غږ پورته کړي، چې که څوک زمونږ د اسلامي نظام په مقابل کې سر پورته کوي باید سر يې پرې او له منځه يوړل شي.»

مجیب الرحمن انصاری په ۱۳۶۲ کال کې د هرات ولایت په ګذرګاه کې زېږدلی وو. هغه خپلې دينې زده کړې انصار په عالي دارلعلوم کې تر سره کړې وې.

هغه په هرات ولايت د انصار په نوم د یوې راډيو د مشرۍ چارې هم پر غاړه درلودي.

که څه هم د مجيب الرحمن انصاري ويناوې او تقريرونه په ټول هېواد کې د بېلابېلو ټولنيزو رسنيو له لارې خپرېدل، خو په هرات کې يې څو ځايي راډيوګانو او تلوېزيونو د نشر مسووليت هم درلود.

هغه له تېرو څو کلونو راهيسې د هرات ولايت د ګذرګاه د جامع جومات خطيب او د انصار عالی دارالعلوم مدرس وو.

مجيب الرحمن انصاری نن د جمعې له لمانځه وړاندې د هرات په ګذرګاه مسجد کې د يوې چاودنې پر مهال ووژل شو.

د هغه د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه‌دی اخيستی.

مجیب‌الرحمن انصاري څوک و؟

مجیب الرحمن انصاری په ۱۳۶۲ کال کې د هرات ولایت په ګازرګاه کې زېږدلی وو. هغه خپلې دينې زده کړې انصار په عالي دارلعلوم کې تر سره کړې وې.

تصویر بندانگشتی

د هرات د ګذرګاه جومات خطیب مجیب الرحمن انصاری یو له هغو دیني عالمانو څخه وو چې د خپلو انتقادي ویناوو له امله يې د خلکو په منځ کې ډېر شهرت درلود.

هغه پر هرات سربېره د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سرسختي ملاتړي او مخالفين درلودل او د جمهوري نظام له مخالفينو څخه وو.

د اسلامي امارت ملاتړي مجیب الرحمن انصاری څه موده وړاندې د لويې جرګې په تالار کې د دیني عالمانو په يوه غونډه کې د اوسني حکومت د مخالفينو پر ضد سختې خبرې وکړي چې له بېلابېلو غبرګونو سره مخ شوې.

نوموړي په‌دې غونډه کې ګډونوالو ته وویلي وو: «که څو د دې نظام په مقابل کې کوچنی حرکت کوي. علماء ټول دلته ناست دي او زه له ټولو په علم او عمر کې وړوکی یم. بايد د افغانستان ټول علماء دې نتیجې او فتوا ته غږ پورته کړي، چې که څوک زمونږ د اسلامي نظام په مقابل کې سر پورته کوي باید سر يې پرې او له منځه يوړل شي.»

مجیب الرحمن انصاری په ۱۳۶۲ کال کې د هرات ولایت په ګذرګاه کې زېږدلی وو. هغه خپلې دينې زده کړې انصار په عالي دارلعلوم کې تر سره کړې وې.

هغه په هرات ولايت د انصار په نوم د یوې راډيو د مشرۍ چارې هم پر غاړه درلودي.

که څه هم د مجيب الرحمن انصاري ويناوې او تقريرونه په ټول هېواد کې د بېلابېلو ټولنيزو رسنيو له لارې خپرېدل، خو په هرات کې يې څو ځايي راډيوګانو او تلوېزيونو د نشر مسووليت هم درلود.

هغه له تېرو څو کلونو راهيسې د هرات ولايت د ګذرګاه د جامع جومات خطيب او د انصار عالی دارالعلوم مدرس وو.

مجيب الرحمن انصاری نن د جمعې له لمانځه وړاندې د هرات په ګذرګاه مسجد کې د يوې چاودنې پر مهال ووژل شو.

د هغه د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه‌دی اخيستی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه