د اسلامي امارت د ځينو چارواکو د سفرونو د معافیت د نه غځېدو په درشل کې، کابل یوځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د اوسني حکومت د چارواکو پر سفرونو بندیزونه لېرې کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ګواښ کوي چې بندیزونه به د کابل او نړۍوالې ټولنې ترمنځ واټن زیات کړي او دا واټن به ښې پایلې ونه لري.
ښاغلي کریمي زیاته کړه:«باید پر دې تمرکز او فوکس وشي چې ډپيلوماټيکې لارې غورې شي، نو دا ښه ده غاړه کېږدي او اسلامي امارت د نړۍ په کچه د یوه مسوول نظام په توګه مطرح کړي.»
بلخوا، د اسلامي امارت چارواکو له هغې وروسته لکه چې د اګېسټ په ۲۰مه د سفرونو معافیت یې پای ته ورسېد، له هېواده بهر یې هېڅ سفر نه دی لرلی او روښانه هم نه ده چې کله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به په دې هکله پرېکړه وکړي.
د هېواد سیاستوال سید اسحاق ګیلاني هم په دې بارو دی که چېرې د اوسني حکومت د چارواکو د سفرونو معافیت تمدید نه شي، افغانستان به نور هم له سیاسي انزوا سره مخ شي.
د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«شونې ده چې دغه بندیزونه کرار کرار د افغانستان په سوداګرو راولي او دا زموږ یوه بله ډېره ستره طبقه فلج کړي چې دا به د افغان ملت په حق کې ډېره ستره جفا وي او دا نړۍواله ټولنه نه بلکې موږ په خپله یې په خپل حق کې کوو.»
بل پلو د بشري حقونو د څار بنسټ افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو په غبرګون کې له ملګرو ملتونو غواړي چې د اوسني حکومت د چارواکو د سفرونو معافیت تمدید نه کړي.
د بشري حقونو د څار بنسټ مرسیاله هېډر بار وايي:«د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالب مشرانو د سفرونو معافیت له استثنا پرته تمدید نه کړي. دغه سازمان باید د یو شمېر نورو طالب مشرانو نومونه هم د سفرونو د بندیز په نوملړ کې شامل کړي.»
د نړۍوالو چارو شنونکی نعمت الله پېژن څرګندوي:«د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په درې دلیلونو نه شي کولای د طالب چارواکو د سفرونو په هکله پرېکړه وکړي. لومړی، دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړو ترمنځ اجماع نشته. دویمه دا چې طالبانو پر هغو ژمنو چې د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو په وړانډې لرلې، هغه ژمنې یې عملي کړې نه دي، د هغوی یوه د افغانستان وګړو بنسټيزو حقونو ته درناوی دی.»
د ملا عبدالغني برادر، ملاعبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر، امیر خان متقي او د یو شمېرو نورو چارواکو په ګډون د اسلامي امارت د ۱۳ چارواکو د سفرونو د معافیت موده د روان زیږدیز کال د اګسټ په ۲۰ مه پای ته ورسېده.
په دې اړه مو اندونه