Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګی برید

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند تاییدوي چې نن (دوشنبه) د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند دارالامان سیمه کې د روسیې سفارت ته څېرمه برید کې د څلورو افغانانو تر څنګ د روسیې سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

خالد ځدراڼ په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، نن د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسیې سفارت سره نږدې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې امنیتي ځواکونو په نښه کړی چې له امله یې چاودنه رامنځ ته شوې.

هغه په‌دې خبرپاڼه کې همدارا د دې پېښې په اړه په ابتدايي مالوماتو کې لیکلي چې په‌دې پېښه کې لس کسان ټپیان شوي دي او زیاتوي، امنیتي ځواکونو سيمه کلا بنده کړې او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي.

ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د خپل سفارت د دوو کارکوونکو د وژل کېدو خبره منلې، خو د وژل شویو کسانو هویت یې نه‌دی په ډاګه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې د افغانستان له امنيتي برخو سره په اړيکه کې دي او د دې پېښې په اړه څېړنې دوام لري.

د دې تر څنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د روسیې سفارت ته نږدې دغه ځانمرګی برید غندلی دی.

یوناما د دې برید په غبرګون کې د یوې خپرې کړې اعلامیې له لارې له اسلامي امارته غوښتنه کړې چې "واکمن چارواکي" دې د خلکو او همدارنګه د "ډېپلوماتیکو ماموریتونو" د خوندیتوب او امنیت لپاره ګامونه پورته کړي.

تر دې دمه د دې برید مسوولیت کوم کس یا کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی منلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه