Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د صمیم فرامرز او رامز احمدي څلورم تلین

نن د طلوع نیوز د خبریال صمیم فرامرز او انځور اخیستونکي رامز احمدي له څلورم تلین سره سمون لري.

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ صمیم فرامرز او رامز احمدي د کابل په لوېدیځ کې د میوند ورزشي کلب مخې ته د چاودنې د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو چې دویمه چاودنه وشوه او دواړه په کې ووژل شول.

د دغې چاودنې پړه داعش ډلې منلې وه.

د طلوع نيوز د خبريال صميم فرامرز ورور، تميم هم د هغه د قبر پر سر د جدايۍ اوښکې تويوي.

تميم، چې له صميم دوه کاله مشر دی، وايي د ورور جدايي يې د کورنۍ ټولو غړو ته درد ورکوي.

د صميم فرامرز ورور تميم وویل:«هېڅکله د هېچا هېر شوي نه دي څلور کاله کېږي چې زموږ په کور کې خوښي نشته.»

همدا راز د طلوع نیوز د تصوير اخيستونکي، رامز احمدي کورنۍ هم د څلور کلونو په تېرېدو د هغه د مرګ درد په زړه کې لري.

د رامز پلار وايي، چې د زوی له مرګ وروسته يې خوښۍ له کور څخه کډه کړې ده.

د رامز احمدي پلار نوارالله وايي:«که اختر هم راځي زموږ زړونه مات دي، باور وکړئ که یې مور ده که زه یم یا یې وروڼه دي یعنې په دې ډول موږ په دې څلورو کلونو کې ښه ورځ حس کړې نه ده. که چېرې زموږ د خپلوانو واده وي موږ هېڅ ګډون نه شو کولای.»

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ صميم فرامرز او رامز احمدي په داسې حال کې چې  د ميوند په ورزشي لوبغالي د شوې چاودنې د خبري پوښښ لپاره د کابل لوېديځ ته تللي وو په دوهمه چاودنه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.

د صميم فرامرز همکار ذبيح الله سادات وايي:«صمیم زموږ یو له همکارانو و چې ډېر ټولنیز انسان و له همکارانو سره ډېر خوشحاله او خندان و. د همکارانو په منځ کې یوازینی همکار و چې سختو کارونو ته یې اوږه ورکوله.»

د رامز احمدي همکار او ملګری حجت الله قاضي زاده څرګندوي:«د ډېرو نېکو اخلاق څېښتن و او ډېر زیارکښ و. د دې ترڅنګ چې دلته یې له موږ سره کار کاوه، یو کوچنی تجارت یې هم درلود.» 

د صميم او رامز ملګری خالد نېکزاد هم وايي:«چاودنه وشوه، هر څوک هرې خوا ته ولوېدل نارې او سورې وې یعنې داسې یو تریخ ناورین و چې هېرولای نه شم.»

د دغې چاودنې مسووليت داعش منلی وو. صميم فرامرز د ژورنالېزم زده کړې په قزاقستان کې کړې وې او د طلوع نيوز لپاره يې درې کاله خبريالي وکړه. رامز احمدي هم له طلوع نيوز سره د کمره مينۍ په برخه کې پنځه کلنه تجربه درلوده.

د صمیم فرامرز او رامز احمدي څلورم تلین

صميم فرامرز د ژورنالېزم زده کړې په قزاقستان کې کړې وې او د طلوع نيوز لپاره يې درې کاله خبريالي وکړه. رامز احمدي هم له طلوع نيوز سره د کمره مينۍ په برخه کې پنځه کلنه تجربه درلوده.

تصویر بندانگشتی

نن د طلوع نیوز د خبریال صمیم فرامرز او انځور اخیستونکي رامز احمدي له څلورم تلین سره سمون لري.

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ صمیم فرامرز او رامز احمدي د کابل په لوېدیځ کې د میوند ورزشي کلب مخې ته د چاودنې د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو چې دویمه چاودنه وشوه او دواړه په کې ووژل شول.

د دغې چاودنې پړه داعش ډلې منلې وه.

د طلوع نيوز د خبريال صميم فرامرز ورور، تميم هم د هغه د قبر پر سر د جدايۍ اوښکې تويوي.

تميم، چې له صميم دوه کاله مشر دی، وايي د ورور جدايي يې د کورنۍ ټولو غړو ته درد ورکوي.

د صميم فرامرز ورور تميم وویل:«هېڅکله د هېچا هېر شوي نه دي څلور کاله کېږي چې زموږ په کور کې خوښي نشته.»

همدا راز د طلوع نیوز د تصوير اخيستونکي، رامز احمدي کورنۍ هم د څلور کلونو په تېرېدو د هغه د مرګ درد په زړه کې لري.

د رامز پلار وايي، چې د زوی له مرګ وروسته يې خوښۍ له کور څخه کډه کړې ده.

د رامز احمدي پلار نوارالله وايي:«که اختر هم راځي زموږ زړونه مات دي، باور وکړئ که یې مور ده که زه یم یا یې وروڼه دي یعنې په دې ډول موږ په دې څلورو کلونو کې ښه ورځ حس کړې نه ده. که چېرې زموږ د خپلوانو واده وي موږ هېڅ ګډون نه شو کولای.»

څلور کاله وړاندې په همدې ورځ صميم فرامرز او رامز احمدي په داسې حال کې چې  د ميوند په ورزشي لوبغالي د شوې چاودنې د خبري پوښښ لپاره د کابل لوېديځ ته تللي وو په دوهمه چاودنه کې خپل ژوند د لاسه ورکړ.

د صميم فرامرز همکار ذبيح الله سادات وايي:«صمیم زموږ یو له همکارانو و چې ډېر ټولنیز انسان و له همکارانو سره ډېر خوشحاله او خندان و. د همکارانو په منځ کې یوازینی همکار و چې سختو کارونو ته یې اوږه ورکوله.»

د رامز احمدي همکار او ملګری حجت الله قاضي زاده څرګندوي:«د ډېرو نېکو اخلاق څېښتن و او ډېر زیارکښ و. د دې ترڅنګ چې دلته یې له موږ سره کار کاوه، یو کوچنی تجارت یې هم درلود.» 

د صميم او رامز ملګری خالد نېکزاد هم وايي:«چاودنه وشوه، هر څوک هرې خوا ته ولوېدل نارې او سورې وې یعنې داسې یو تریخ ناورین و چې هېرولای نه شم.»

د دغې چاودنې مسووليت داعش منلی وو. صميم فرامرز د ژورنالېزم زده کړې په قزاقستان کې کړې وې او د طلوع نيوز لپاره يې درې کاله خبريالي وکړه. رامز احمدي هم له طلوع نيوز سره د کمره مينۍ په برخه کې پنځه کلنه تجربه درلوده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه