Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: د ټولیزو رسنیو قانون د تایید لپاره د حکومت مشرتابه ته استول شوی

د اسلامي امارت وياند، ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ټوليزو رسنيو قانون له بيا کتنې او تغيیراتو وروسته د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري د حکومت مشرتابه ته د تاييد لپاره استول شوی دی.

د اسلامي امارت ویاند په یوې غونډه کې زیاتوي چې په دغه قانون کې ځينې بدلونونه هم راوړل شوي دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد    وویل:«په فرهنګي او دیني برخو کې لږ اصلاحات راغلي دي او بېرته د تایید لپاره مشرتابه ته استول شوی او کله چې تایید شو د رسنیو لاسرسۍ وړ به وي او موږ به یې ډېر ژر ووینوو.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې خبري ناسته کې، چې په وروستي يوه کال کې د دې وزارت د لاسته راوړنو په اړه جوړه شوې وايي، چې د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون به ډېر ژر خپل کارونه پيل کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خيرالله خيرخواه وايي:«په دغه هفته کې به هم وي او په بله هفته کې موږ بله غونډه راغواړو چې هغه په خپل اصلي کار باندې پیل وکړي، هغه اساسي مشکلات چې هغه د ژورنالېستانو وي یا د رسنیو وي یا د مسوولینو وي او یا د هغوی په دفترونو کې وي یا مالیاتي وي هر څه چې وي هغه به موږ له دوی نه واورو او که موږ څه ولرو هغه به دوی ته په مېز باندې کېږدو هغه ته به حل لار ولټوو.»

د دې وزارت مسوولين وايي، چې په وروستي يوه کال کې دې وزارت ۱۵۰ عنوانه داسې کتابونه تشخيص کړي، چې د اسلام د اصولو خلاف وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات د نشراتو معين حيات الله مهاجر فراهي وویل:«تراوسه ۸۰ جلده کتابونه څېړلي او د ۱۵۰ عنوانونو زیات هغه کتابونه یې تشخیص کړي دي چې عیسویت ته یې دعوت کاوه یا د دین د اصولو خلاف وو.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولين وايي، چې په تېر يوه کال کې له ۸۰۰ زرو زيات بهرنيو داخلي سيلانيانو د هېواد بېلابېلو سيمو ته سفرونه کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وايي چې په تېر یوه کال کې په هېواد کې هېڅ خبریال وژل شوی نه دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه