Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت سرپرسته کابینه یو کلنه شوه

د اسلامي امارت سرپرسته کابینه نن یو کلنه شوه، دا په داسې حال کې ده چې له یو کال وروسته هم د اسلامي امارت له لوري رسمي کابینه نه ده اعلان شوې او ټول وزیران د سرپرستانو په توګه خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند یو کال مخکې په یوې خبري غونډه کې د سرپرست حکومت د کابینې د غړو نومونه اعلان کړل.

ذبیح الله مجاهد د یوې شورا نه جوړېدل، د اساسي قانون نشتوالی او د حکومتوالۍ په چارو کې ځينې نور دغسې مسایل د رسمي کابینې د اعلان د ځنډېدو لاملونه ګڼي.

ښاغلي مجاهد په دې هکله وویل:«اوس زموږ کابینه سرپرسته ده خو لاهم د ځينو حکمتونو په خاطر ده، ځکه په هېواد کې ځینې نیمګړتیاوې چې باید په حکومتوالۍ کې بشپړې شي پاتې دي، مثلاً موږ شورا نه لرو، اساسي قانون نه دی جوړ شوی، ځينې نور مسایل پاتې دي چې زموږ ملت راټول کړي او موږ یوه ثبات ته ورسېږو، وروسته نظام له سرپرستۍ وځي.»

له دې سربېره د یوه کال په تېرېدو سره لا تر اوسه هم سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی شوی او نړۍوالې ټولنې تل په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی؛ خو کابل بیا په وار وار ویلي چې، اوسنی حکومت ټول ګډونه دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل:«موږ ته ووایه چې پوه شوو، تاسې څه ډول حکومت غواړئ، باور وکړئ تراوسه یې موږ ته ځواب نه دی راکړئ چې هغوی څه ډول حکومت غواړي او خو د افغانستان لپاره هغه حکومت اړین دی چې د افغانستان ستونزې حل کړي.»

د چارو ځينې شنونکي د اسلامي امارت د سرپرستې کابینې په تړاو بیلابیل لید لوري لري.

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد سجادي وايي:«هغه ځای کې چې قانون نه وي، د حکومت او د خلکو اړیکه تعریف شوې نه وي، د حکومت جوړښت مشخص نه وي، د هرې قوې واکونه، مکلفیتونه او دندې بیان شوې نه وي، عملاً د رسمي کابینې اعلان شونی نه دی.»

له بل لوري په اوسنۍ سرپرسته کابینه کې هېڅ ښځه نشته او دغه مساله له یوه کال راهیسې بحث پاروونکې ګڼل شوې ده.

په ورته وخت کې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل - له کابله د نړۍوالې ټولنې له جدي غوښتنو دي او کابل بیا په وار وار په دې تړاو نړۍوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي:«په تېرو ۱۲ میاشتو کې هېڅ کس او یا هېڅ ډله نه ده توانېدلې چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.»

له دې ټولو سره سره د اسلامي امارت ویاند وايي، اوسنۍ سرپرسته کابینه لنډ مهالې ده او په وینا یې دغه وضعیت به په راتلونکې کې بدلون ومومي.

د راپورونو پر بنسټ د اسلامي امارت په لومړۍ ۵ کلنه دوره کې ټولې دولتي چارې د موقتې کابینې له لوري پرمخ وړل کېدې او د هغې دورې تر پایه هم رسمي کابینه اعلان نشوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه