Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نیمروز اوسېدونکو ته د امر بالمعروف ریاست نوی حکم

د نیمروز ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست حکم کړی دی چې په دغه ولایت کې باید کافي شاپونه بند شي او د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ خپرولو مخه دې هم ونیول شي.

د دغه ریاست چارواکو همدارنګه د دغه ولایت کسبه کارانو ته هم حکم کړی چې خپل لمونځونه په جماعت ادا کړي.

دوی ویلي دي چې له مخالفانو سره به جدي چلن وشي او محکمې ته به هم معرفي شي.

د نیمروز د امربالمعروف او نهې عن المنکر رییس مولوي عبدالغفار فاروق وویل:«په درې میاشتو کې کافي شاپونه او دخانیات مو بند کړئ او په هغو کې نور شیان وپلورئ چې په ټولنه کې یو لړ اصلاحات رامنځته شي او د خلکو اولادونه او نوی نسل خراب نه شي.»

د نیمروز د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د محتسیبنو آمر مولوي احسان الله احسان وايي:«لیدل کېږي چې هلته په جومات کې جماعت ولاړ دی، خو له بده مرغه هټۍوال په سوداګرۍ بوخت دي.»

له بلخوا د ودونو د تالارونو خاوندان وايي چې له یوه کال راهیسې د دې ولایت د ودونو په تالارونو کې موسیقي نه خپرېږي.

خو د کافي شاپونو خاوندان وايي چې د دغو ځایونو په تړل کېدو سره به د دوی پانګه له منځه ولاړه شي.

په نیمروز کې د واده د تالار خاوند درویش احمد وايي:«را دې شي او زموږ په تالار دې څارنه وکړي، دننه د چلم څکولو په ځای دې څارنه وکړي هر څوک چې ناقانونه کار وکړي هغه دې مجازات کړي.»

په نیمروز کې د کافي شاپ خاوند نثار احمد هم وویل:«موږ چې په کافه لګښت کړی دی که چېرې اسلامي امارت ووايي چې وې تړئ، موږ نوره پانګه نه لرو چې موږ بل کار وکړو.»

له بلخوا، د نیمروز ولایت اوسېدونکي د امربالمعروف ادارې د تازه حکمونو په اړه داسې نظر لري.

د نیمروز اوسېدونکی اسماعیل جان څرګندوي:«هڅه دې نه کوي چې ځوانان د اجبار له لارې بلکې هڅه دې وکړي هماغه ځوان په پاک زړه جماعت ته ولاړ شي.»

د نیمروز د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، درې میاشتې مخکې د کافي شاپونو خاوندانو ته ویلي و چې خپل کاروبار بدل کړي خو د بل کار د نشتوالي له امله یې خپلو کارونو ته دوام ورکړی دی.
 
د نیمروز د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست، درې میاشتې مخکې د کافي شاپونو خاوندانو ته ویلي و چې خپل کاروبار بدل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه