Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې یو شمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښته سر ټکوي

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د کابل په ځینو برخو کې د اوبو له کمښته سر ټکوي او وايي، په ځینو سیمو کې دې چارې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی له چارواکو غواړي چې د څښاک د اړتیا وړ اوبه ورته برابرې کړي

د کابل یو اوسېدونکی بختیار هره ورځ ۱۵ دقیقې پلې مزل کوي، څو له دې ځایه کور ته اوبه یوسي. هغه وايي، د دوی کور ته نږدې څاه د وچېدو له امله هره ورځ له لیرې سیمو د څښاک اوبه وړي.

بختیار وايي: «زموږ د کور تر څنګ بمبه وچه شوې، اوبه نه‌لري. موږ ته ستونزه پیدا شوې ده، د دې لپاره موږ پنځلس تر شل دقیقې مزل کوو، د څښلو اوبه راوړو.»

د کابل یو بل اوسېدونکی افتاب ګل واي: «اوبه ډېرې ښکته شوي. پوه شوې، مصرف ډېر دی او باران نه‌شته چې اوبه بېرته همغه ځای کې تر ځمکې لاندې زېرمه شي.»

ورته مهال د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت د بحران د حل لپاره دغه وزارت دوه سترې پروژې تر کار لاندې لري، چې د للندر له بند څخه د اوبو لېږد او د پنجشیر له سیند څخه د اوبو رالېږد دي.

د دغه وزارت ترځمکې اوبو سرچینو رییس وايي چې د پنجشیر له سینده د اوبو د لېږد پر پروژې کار روان دی.

د اوبو او برېښنا وزارت تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو رییس عزیزالرحمن عزیز وايي: «زموږ یوه پروژه هغه ده پایپ دی چې له پنجشېره اوبه رالېږدوي. دا کوچنۍ نه، یوه ستره پروژه ده چې د ۱۲۰ او ۱۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پروژه ده. د دې پروژې له لارې موږ نږدې درې یا څلور مټرمکعبه اوبه رالېږدولی شو چې په کلني ډول د کابل ښار ته ۱۲۹ مېلیون مټرمکعبه اوبه رالېږدول کېږي.»

اخوا، د کابل د اوبو رسونې ریاست وایي، له ۷۱ څاه ګانو څخه چې کابل ښاریانو ته یې د څښاک اوبه برابرولې اوسمهال ۲۱ یې وچ شوي ديږ

د کابل د اوبو رسولو ریاست مرستیال محمد نسیم صمیم وايي: «د کابل په کچه موږ ۷۱ کړۍ څاګانې لرو، په ټوله کې ۴۴ څاګانې فعالې دي او تولید ترې لرو، ۲۷ نور څاګانې وچې شوې دي.»

د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې په پلازمیني کې د څښاک اوبو د برابرولو لپاره په لنډمهال کې دغه وزارت د شاه و عروس او قرغې بندونو اوبو د لېږدولو پروژې په پام کې نیولې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه