Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د احمد شاه مسعود د وژل کېدو یوویشتم تلین

نن جمعه (وږي ۱۸مه) د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د وژل کېدو یویشتم تلین دی. احمدشاه مسعود ۲۱ کاله وړاندې په همدې ورځ د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د یوې چاودنه پر مهال ووژل شو.

د افغانستان پخواني حکومت احمد شاه مسعود ته د ملي اتل لقب ورکړ او د سنبلې اتلسمه یې عمومي رخصتي اعلان کړې وه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله په خپلو پیغامونو کې د احمد شاه مسعود د کارنامو یادونه کړې ده.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی  پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د یوویشتم تلین یادونه کوو. د هېواد ملي اتل احمد شاه مسعود پیاوړی، نه ستړې کېدونکی مجاهد او وطن دوست شخصیت و چې د پردیو په دسیسې او د دوی په لاس شهید شو. د هېواد د جهاد ددې شخصیت یاد او خاطرې به د افغانانو په ذهنونو کې پاتې وي. روح یې ښاد او یاد یې تل‌پاتې.»

احمد شاه مسعود د ډګروال دوست محمد خان زوی د ۱۳۳۲ هجري لمزیز کال د وږي په یوولسمه د پنجشېر ولایت په جنګلک کلي کې زېږېدلی و. مسعود ماشومتوب په خپله سیمه پنجشېر کې تېر کړ، خو د پلار د دندې د ځای د بدلون له امله یې د ښوونځي دوره په هرات او وروسته په کابل کې پای ته ورسوله.

د کابل اوسېدونکی سید ظاهر وايي: «امر صاحب یو هوښیار شخص و چې ساری یې نه و.»

د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالواسع وايي: «هغه خودخواه نه‌وو، داسې مجاهد و چې بریا یې غوښتله، له هغه سره د هر ولایت مجاهدین و.»

احمد شاه مسعود، پوهنتون په نیمايي کې پرېښود او د پخواني شوروي ځواکونو خلاف یې مبارزه پيل کړه.

د پوهنتون استاد حکمت الله میرزاد وايي: «هغه پوه رهبر و چې د نړۍ او سیمې له وضعیت یې ښه پوهاوی درلود.»

هغه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي ته د شاملېدو پر مهال په ۱۳۵۲ کال کې د افغانستان د اسلامي نهضت غړی شو او د ۱۳۵۴ کال په اوړي کې د هغه وخت حکومت په وړاندې د پنجشیر د لومړني پاڅون مشري پرغاړه واخیسته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه