Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له چین څخه افغانستان ته د اورګاډي له لارې د توکو د رالېږد بهیر پیلېږي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، په روانه میاشت کې به له چین څخه افغانستان ته د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر پیل شي.

د دې ادارې رییس ازبکستان ته په سفر کې زیاتوي، د افغانستان، ازبکستان او قرغزستان استازو له یوه چینايي شرکت سره هوکړه کړې چې د افغانستان سوداګریز توکي به د دې هېوادونو له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت‌الرحمن شرافت وايي: «درې سره هېوادونه په شمول د هغه شرکت موافقې ته ورسېدو، څه جزییات پاتې دي چې هغه به ان‌اشاء الله نن له ماسپښن نه وروسته ورباندې بحث کېږي او هغه به هم نهايي کېږي چې دا هم نهايي پذیر او توافق پذیر دي او د شرکت په ګډون دا درې هېوادونه کومه ملاحظه نه‌لري.»

تمه کېږي چې چینايي شرکت، درې زره او ۵۰۰ تر پنځه زره کانټینره سوداګریز توکي راولېږدوي او نوې لاره به د سوداګرو لپاره د کراچۍ بندر پر ځای وکارول شي.

ورته مهال د کانونو او صنایع خونې مسوولان وایي، په کراچۍ بندر کې په اوونیو د افغانستان سوداګریز توکي بند پاتې کېږي او افغانستان ته به له چین څخه د اورګاډي له لارې د اوومه توکو د لېږد لګښتونه کم کړي.

بل لور ته د صنایعو او کانونو خونه د اورګاډي له لارې د مالونو لېږد د ټرانسپورټي لګښتونو په کمولو کې ګټور بولي.

د کانونو او صنایع خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي: «زموږ د سوداګریزو او صنعتي اوومه توکو د لېږد د لګښت په برخه کې به د پام وړ کموالی رامنځ‌ته شي. اوس‌مهال د کراچۍ بندر له لارې چې کومه ګڼه ګوڼه ده، ډېر وخت نیسي او دا زموږ په کورنۍ بازار کې پر مصرف کوونکو منفي اغېزه کوي.»

په اوسني وخت کې د افغانستان سوداګریز توکي له چین څخه د کراچۍ بندر له لارې هېواد ته وارېږي. د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي دا لاره د افغانستان لپاره زیات لګښت لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اداري پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «دا صادراتو او وارداتو ته ډېره ګټه رسوي او ډېرې اسانتیاوې رامنځ‌ته کوي او لګښت ورسره کمېږي.»

اوس‌مهال د افغانستان زیات شمېر سوداګریز توکي د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ د وسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته واردېږي او د خواف-هرات لارې لپاره هڅې روانې دي، څو دا لاره هم د سوداګرو پرمخ پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه