Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیا کې د ښوونځيو بیاځلې تړل کېدل له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي

په پکتیا ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو له بېرته تړل کېدو وروسته دغه کار په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي دي.

د اسلامي امارت ځینو چارواکو او د خواله رسنیو کاروونکو دغه کار د هېواد په ګټه نه دی بللی او له ځنډ پرته د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستو ټینګار کوي.

په دې لړ کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي چې په پکتیا کې د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو لپاره د زده کوونکو نجونو غږ د ټولو نجونو او افغان ملت غوښتنه ده.
 
ښاغلي کرزي په خپل ټوېټر لیکلي:«د خپلو ښوونځيو د پرانیستلو لپاره په پکتیا کې د زده کوونکو نجونو غږ د ټولو نجونو او افغان ملت غوښتنه ده. د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د نجونو غږ، د عزت، پرمختګ او د ګران هېواد د پر پښو درېدو غږ دی. له سرپرست اسلامي حکومته غواړم چې د نجونو ښوونځي پرانېزي څو زموږ ګران وطن د لوستو ځوانانو په مټ له اوسني احتیاجه خلاص شي او د خپلې خوښې وړ پرمختګ او ترقۍ ته ورسېږو.»

بل خوا د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم پر خپلې فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې په تېره یوه کال کې اسلامي امارت باید ښوونځيو ته د نجونو د تګ لپاره شرعي او قانوني تدابیر په پام کې نیولي وای. هغه ویلي چې  د دې مسلې ډېر ځنډېدل د اسلامي امارت په مصلحت نه دي.

فاروق اعظم ویلي:«د نجونو پر مخ بايد د علم دروازې ژر خلاصي شي. يو کال تېر شو، شرعي تدابير به حتما ورته نيول شوي وي. دا ځکه کال کافي وخت دی. نور يې ځندول قطعاً د امارت په مصلحت نه دی. که موږ غواړو د پردو له احتياجه خلاص شو، زموږ نر او ښځه بايد ضروري علوم حاصل کړي. يو شمېر خلک اوس  وطن د اولاد د تعليم لپاره پرېږدي. دغسي تغريب ته حالات برابرول شرعاً ناجایز دي.»

د کابل د امنیه قومندانۍ پخواني ویاند جنرال مبین هم د نجونو د ښوونځيو د پرانیستلو د کمپاین په ملاتړ څو ټوېټه کړي وو، په تر ټولو تازه ټویټ کې یې لیکلي دي، چې د ښوونځيو د پرانیستلو د ملاتړ له امله په زندان او مرګ ګواښل شوی دی.

جنرال مبین خان ویلي:«خو نن مې د غږ خاموشه کولو لپاره په مرګ او زندان تهدیدوې. آفرین! پرون اتل وم نن چې دې قدرت ترلاسه کړ ماته د زندان او مرګ اخطار راکوې.»
 
بل خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست هم په دې تړاو په یوه ټویټ کې غبرګون ښودلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق لیکلي:«په قصدي توګه له بشري او اسلامي حقونو او آزادیو د افغان ښځو او نجونو محرومول د بشري او اسلامي قوانینو صریح نقض دی. د افغانستان له ملي ګټو سره لویه جفا او خیانت دی. له اوسني ناورین نه وتل د ټولو افغانانو په ګډو هڅو د افغانستان په پرمختګ او ځان بسیاینې پورې تړلي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له څو اوونیو راهیسې د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو په کور دننه او بهر د زندان زموږ ځای نه دی، پرېږدئ چې زده کړې وکړي د هشټک په کارولو سره کمپاین پېل کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه