Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ریچارډ بنټ څرګندونو د اسلامي امارت غبرګون راپارولی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنټ په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په هکله اندېښمن دی.

ښاغلي بنټ د دغه سازمان د بشري حقونو په یو پنځوسمه غونډه کې ویلي دي په دغه هېواد کې په یوه وروستي کال کې هدفي وژنې، د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدل، د لږکیو د حقونو نقض او د بیان پر ازادۍ بندیزونه ډېر شوي دي. 

هغه همدارنګه وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې بشري ناورین زیات شوی او نړۍ پر دغه حالت د غور په برخه کې بې وسه ده.

ریچارډ بنټ په دغې غونډه کې ویلي:«زه د ښځو او نجونو د مدني حقونو په برخه کې هېښوونکي شاتګ ته سخت اندېښمن یم. د طالبانو له واکمنۍ راهیسې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري وضعیت خراب شوی دی. په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې ښځې او نجونې پکې یوازې د جنسیت له امله په دومره چټکتیا سره له خپلو بنسټيزو حقونو بې برخې شي. په افغانستان کې امنیت بېرته مخ پر خرابېدو دی. زه د ملکیانو نه خوندېتوب او پر ماشومانو یې ناوړه اغېزو او پر ملکیانو هغو وحشیانه بریدونو ته اندېښمن یم، چې تر ډېره د داعش له لوري ترسره کېږي.»

ښاغلی بنټ په افغانستان کې پر امنیتي او اقتصادي وضعت د اندېښنې په څرګندولو سره له نړۍوالې ټولنې او اسلامي امارته غواړي چې د افغانستان لېرو پرتو ولایتونو کې نړۍوالې مرستې ورسوي.

بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم په افغانستان کې بشري وضعیت د منلو وړ نه بولي.

ټوماس نېکلسون وايي:«اروپايي ټولنه په افغانستان کې په ټولنیزو برخو کې د ټولو ښځو بشپړ، برابر او معنی داره مشارکت او د هر ډول تاوتریخوالي پر وړاندې د هغوی ملاتړ ته خپله ژمنتیا یو ځل بیا تکراروي.» 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیراحمد اندیشه څرګندوي:«نننی راپور او وروستي راپورونه چې په افغانستان کې د یوناما له لوري خپاره شوي دي، نه شي کولای چې په ټول هېواد کې په بشپړ ډول د تاوتریخوالي ماهیت او کچه وښيي، ځکه په هېواد  په تېره بیا په شمال کې ټولو هغو ځایونو ته لاسرسی نه لري چې د تاوتریخوالي پېښې په کې شوې دي.»

د ښځو د حقونو فعاله حبیبه سراج هم په دې هکله وايي:«موږ حذف کېږو، آیا پوهېږئ چې کله حذف کېږئ څه ډول احساس لرئ؟ څو ځلي نور باید چیغې او نارې ووهو چې نړۍ موږ ته پاملرنه وکړي، موږ مرو.»

اخوا اسلامي امارت د ریچارډ بنټ راپور یو اړخیز بولي او وایي، چې دا څرګندونې د افغانستان د ټولنې د واقعیتونو پر خلاف دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«په هېواد کې په سلګونه پرمختګونه شوي دي، امنیت تامین شوی د خلکو ژوند، مال او عزت خوندي دی او په هرې برخه کې د ټولو حقونو ته رسېدنه شوې ده خو له بده مرغه د یوه معتبر بنسټ له لوري یو مغرضانه راپور خپور شوی دی.»

د ریچارډ بنټ د رپوټ پر وړاندې د اسلامي امارت غبرګون د اروپایي ټولنې له لوري بې بنسټه بللی شوی دی.

اسلامي امارت د ریچارډ بنټ راپور یو اړخیز بولي او وایي، چې دا څرګندونې د افغانستان د ټولنې د واقعیتونو پر خلاف دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه