Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوناما: موږ په پنجشېر کې د «بشري حقونو د نقض» د ادعاوو په هکله اندېښمن یوو

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر وايي چې په پنجشېر کې د بشري حقونو له جدي نقض کېدو اندېښمن دي او هغه تر نظر لاندې لري.

دغه بنسټ له ښکېلو لوریو غواړي چې د بندیانو حقونو او نړۍوالو ژمنو ته درناوی وکړي.

په یوه ټویټ کې لیکلي:«موږ په پنجشېر او نورو ځاینونو کې د بشري حقونو د جدي نقضېدو په تړاو د وروستیو ادعاوو په اړه اندېښمن یوو. ښکېلې خواوې د بندیانو حقوقو ته د درناوي په ګډون روښانه نړۍوالې ژمنې لري.»

په دې وروستیو ورځو کې د پنجشېر په ځینو سیمو کې د اسلامي امارت او د مقاومت په نامه د جبهې د ځواکونو تر منځ جګړې شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند په خپله ټویټر پاڼه کې دغه جګړې تایید کړي او ویلي یې دي چې، په دې جګړو کې د مقاومت په نامه د جبهې د درېیو قومندانانو په ګډون د یادې ډلې ۴۰ کسان وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې، د یادې ډلې ۱۰۱ نور غړي بیا نیول شوي هم دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«موږ عملیات شروع کړل او دا عملیات دوه ورځې دوام وکړ، پرون دا عملیات پای ته رسېدلي دي. او په بریا سره پای ته رسېدلي دي د دوی ټول هغه ځاله ګۍ چې دوی په کې پټ اوسېدل، هغه نیول شوي، د څلورو قومندانانو په شمول ۴۱ تنه د دوی وژل شوي او ۱۰۱ تن نور ژوندي نیول شوي دي.»

خو د مقاومت په نامه د جبهې ویاند په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې، د پنجشېر په وروستیو جګړو کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دې درېیو ورځنیو جګړو کې د اسلامي امارت لسګونه سرتیري هم وژل شوي؛ خو دغه ادعا لا تر اوسه د اسلامي امارت له لوري نه ده تایید شوې.

د پوهنتون استاد غلام سخي احساني په دې هکله وویل:«تل پاتې سولې او ټيکاو ته د رسېدو یوازینۍ لار په لښکر کشیو او جګړه کې نه ده، موږ وښوده چې د افغانستان خلک نه شي کولای چې به جګړه کې بریالي وي ټول ناکام دي او په دغې جګړه کې ټول ماتې خوري، هغه څه چې د جګړې نتیچه ده د هېواد د بېخ بناوو، مادي او معنوي پانګې ویجاړی، ورانی او له منځه تلل دي.»

له بل لوري په ټولنیزو رسنیو کې ځینو دغه ډول خپرو شویو ویډیوګانو غبرګونونه راپارولي دي.

په دې ویډیوګانو کې چې، طلوع نیوز یې د ځای ځایګي او د وخت پخلی نه شي کولی لیدل کېږي ځينې کسان چې اسیران دي د غره په څوکه کې په ډزو سره وژل کېږي.

د سیاسي چارو شنوونکی برنا صالحي څرګندوي:«په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره باید معقوله لار وپلټل شي په هغه صورت کې چې دا کار ونه شي له بده مرغه موږ په هېواد کې د کړکېچ له دوام سره به مخامخ وو او افغانستان به په نړۍواله انزوا کې پاتې شي.»

سره له دې چې، د اسلامي امارت ځواکونو تل د اسلامي امارت او د مقاومت په نامه د جبهې تر منځ جګړې رد کړي؛ خو د راپورونو له مخې، په پنجشېر کې وروستۍ جګړې کم سارې بلل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په پنجشېر کې د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو اندېښنه ښودلې او عدالت ته د جنایتونو د عاملینو د کاږلو غوښتنه یې کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه