Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل په افغانستان کې د «جیش محمد» ډلې د مشر حضور ردوي

اسلامي امارت وايي چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په خاوره کې دی.

د پاکستان ځینو رسنیو راپور ورکړی چې، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوه لیک په ترڅ کې له کابله غوښتي چې،د جیش محمد ډلې رهبر مسعود اظهر ونیسي.

د دغو راپورونو له مخې، اسلام اباد پر دې باور دی چې، مسعود اظهر د افغانستان په خاوره کې پټ دی.
 
پاکستانی خبریال طاهرخان وايي:«دا څرګنده ده هغه کسان چې پاکستان ته مطلوب دي، ځينې وختونه د هغوی په هکله رسمي بیانیې او خبرې کوي. دا خبر مبهم دی او بله دا چې ثبوت ته هم اړتیا لري چې ایا هغه هلته حضور لري که نه.»

په دې لیک کې همداراز راغلي چې، د جیش محمد رهبر ښايي په ننګرهار او یا هم کونړ کې پټ شوی وي.

خو کابل وايي، لا تر اوسه یې دغه ډول لیک نه دی ترلاسه کړی او د افغانستان په خاوره کې د جیش محمد د رهبر د پټېدو ادعا بې بنسټه بولي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د جیش محمد مشر دلته په افغانستان کې نشته، او دا تنظیمي دی چې کولای شي په پاکستان کې وي او د حکومت تر ملاتړ لاندې وي. په هر صورت، هغه په افغانستان کې نشته او له موږ داسې کومه غوښتنه هم نه ده شوې. موږ دا خبرونه اورېدلي او زموږ غبرګون دا دی چې دا حقیقت نه لري.»

له بل لوري له پکتیا داسې راپورونه رارسېدلي چې، ګواکې د ۳شنبې په ورځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو پر یو بل ډزې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، دغه نښته وروسته له هغې پیل شوه چې، پاکستاني ځواکونو غوښتل دغې فرضي کرښې ته نږدې یوه پوسته جوړه کړي او په وینا یې کله چې، د اسلامي امارت یو شمېر ځواکونو د خبرو لپاره یادې سیمې ته نږدې شول؛ د پاکستاني ځواکونو له لوري پرې ډزې وشوې.

تر دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې، د دغه هېواد درې پوځیان په خیبر پښتونخوا کې د افغانستان له خاورې په ډزو کې وژل شوي او همداراز یې له کابله غوښتي وو چې، ترهګرو ته د دې اجازه ورنکړي چې، د دغه هېواد له خاورې د پاکستان پر ضد کار واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه