د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه د طلوع نیوز په انلاین سروې کې تر ۹۰ سلنه زیاتو خلکو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې او لس سلنه نورو د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو سره مخالفت ښودلی.
دغه نظرپوښتنه د ۲۴ ساعتونو لپاره د طلوع نیوز د فیسبوک او انسټاګرام له لارې تر سره شوه.
په دې کمپاین کې څه باندې ۳۴ زره فېسبوک کاروونکو رایه ورکړې ده.
پهدې لړ کې ۸۹ اعشاریه ۷ سلنه رای ورکوونکي د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانېستنې غوښتونکي دي؛ خو ۱۰ اعشاریه ۳ سلنه نور بیا د دغې مسالې مخالف دي.
د طلوع نیوز په انسټاګرام کې ۹۸۲۰ کسانو په دغه کمپاین کې برخه اخیستې ده.
۸۹۹۷ موافق
۴۵۲ مخالف
۳۷۱ هیچ نظر نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پوهنې وزارت سرپرست ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د کلتوري مسایلو له امله تړلي پاتې دي او په وینا یې خلک نه غواړي چې لوڼه یې ښوونځیو ته ولاړې شي.
دغو څرګندونو بیا غبرګونونه هم راپارولي دي.
د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف اروین وايي: «د افغانستان هېڅ وګړي د اوسنیو حالاتو په درک سره ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره مخالفت نهلري. ان تر دې چې یوې کوچنۍ سلنې چې په دې نظر پوښتنه کې ګواکې دوی ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره مخالف دي؛ دوی هم مخالفت او ممانعت نهلري، دوی ډېره کوچنۍ فرعي ملاحظې لري چې د حل وړ دي.»
ورته مهال یو شمېر زده کوونکي وايي، چې د دوی د صبر کاسه ډکه شوې او ژر تر ژره د خپلو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه کوي.
زدهکوونکې مینه وايي: «د نجونو ښوونځیو تړلو سره د نجونو له برخلیک سره لوبه کېږي او همداراز دا زموږ د هېواد لپاره یوه ستر زیان دی چې تر ننه پورې د نجونو ښوونځي تړلي دي.»
یوه بله زدهکوونکې عابده وايي: «موږ خورا ډېره اړتیا لرو چې زموږ ښوونځي پرانیستل شي، د افغانستان ټوله ټولنه زدهکړو ته اړتیا لري، موږ په یوه داسې هېواد کې ژوند کوو چې د نورو پرتله شاته پاتې ده.»
اسلامي امارت په وار وار ویلي چې، د نجونو د زده کړو د دوام مخالف نه دي؛ خو لا تر اوسه هم روښانه نه ده چې، څه وخت به د نجونو متوسطې او لېسې د نجونو زده کوونکو پر مخ پرانېستل شي.
په دې اړه مو اندونه