Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یو شمیر متقاعدینو د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله یو ځل بیا لاریون وکړ

یو شمیر متقاعدینو د پنج‌شنبې په ورځ یو ځل بیا د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله د خزینې رایاست مخې ته لاریون وکړ.

دوی وايي، له څه باندې یو کال راهیسې یې معاشونه نه‌دي تر لاسه کړي او په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

متقاعد ولي محمد وايي: «متقاعدین په فقر او بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او ان تر دې چې ځینو یې سوالګرۍ ته مخه کړې ده.»

متقاعد عبدالهادي وايي: «دوی هره ورځ موږ ته ژمنه راکوي، خو تر اوسه پورې یې خپله ژمنه عملي کړې نه‌ده او زموږ هیله دا ده چې هر څه ژر زموږ تقاعد راکړي.»

دغه متقاعدین حکومت د خپلو حقونو د ورکړې په برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي او وايي چې، حقوق یې باید ژر تر ژره ورکړ شي.

عبدالجلیل متقاعد وايي: «تر دې مهاله دوی زموږ مسلم حق نه‌دی راکړی.»

له بل لوري مالیه وزارت وايي، د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې لپاره یوه طرحه جوړه شوې او دغه وزارت یې وروستي کېدو ته په تمه دی.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «د تقاعد موضوع مو کابینې ته لېږلې ده او کابینې دا موضوع اداري کمېسیون ته وړاندې کړې او اوس موضوع له کمېسیون سره ده او موږ هیله لرو چې دا موضوع هلته ژر تر ژره حل شي، کله چې موږ ته ورسېږي او اجازه راکړل شي په همغه ورځ موږ د پیسو ورکړه پیلوو.»

د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري وايي: «اسلامي امارت د افغانستان یوه دولت په حیث اړ دی چې د متقاعدینو حقونه په منظم ډول ورکړي.»

دا څووم ځل دی چې متقاعدین د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره د مالیې وزارت او د خزینې ریاست مخې ته اعتراض کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه