Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شانګهای سازمان له ولسواک او بې پرې افغانستان ملاتړ کوي

د شانګهای د همکاریو سازمان په یوه پرېکړه لیک کې افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي او وايي له خپلواکه، بې پرې، ولسواک او له سوله ییز افغانستانه چې ترهګري په کې ځای ونه لري ملاتړ کوي.

د شانګهای همکاریو سازمان غړو د دغه سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو په سمرقند کې جوړه شوې وه، د افغانستان پر وضعیت غور کول د سیمې امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګڼلی دی.

د شانګهای همکاریو سازمان د پرېکړه لیک په یوې برخه کې راغلي دي:«په افغانستان کې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل یوه اړتیا ده.»

بل خوا یو شمېر سیاستوال د ټول‎ګډونه حکومت جوړېدل په هېواد کې د ټیکاو د رامنځته کېدو لپاره مهم بولي.

د افغانستان د خلکو د پېوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«په دغه حکومت کې د افغانستان قومونه ګډون نه لري او هغوی خپلې ګیلې لري، هغوی افغانستان پرېږدي او دا د حکومت لپاره ډېر ګران پرېوځي. که چېرې د افغانستان حکومت واقعاً له نړۍوالې ټولڼې او په ځانګړې توګه د افغانستان له خلکو سره ځان عیار نه کړي، زه فکر کوم چې له ډېرو سترو ستونزو سره به مخ شي.»

د دې غونډې په بیانیه کې د دغه سازمان د غړو هېوادونو مشرانو ټينګار کړی دی چې دوی له خپلواک، بې پرې، یو موټي، ولسواک او سوله ییز افغانستانه چې ترهګر په کې ځای ونه لري، ملاتړ کوي.

هغوی دغه راز له مخدره توکو سره پر مبارزې هم ټينګارکړی دی.

د نړۍوالو چارو شنونکی نعمت الله بیژن څرګندوي:«د سیمې هېوادونو ښه درک کړې، په هغه صورت کې چې افغانستان په دغې لارې ولاړ نه شي له کورنۍ جګړې او دوامداره کړکېچ سره به مخ شي.»

کابل تر اوسه په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی، خو تر دې وړاندې یې ویلي دي، چې اوسنی حکومت ټول‎ګډونه دی او د ټول ګډونه حکومت په تړاو د نړۍ غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله طلوع نیوز ته وايي:په سمرقند کې «د اس، سي او» په کنفرانس کې د افغانستان ټولو ګاونډیو په یوه پرېکړه لیک کې لاسلیک وکړ، او په اوه څلوېښتم بند کې یې ویلي چې په افغانستان کې باید یو ټول‎ګډونه حکومت وي او تر هغه وخته افغانستان په رسمیت نه پېژني.  

د شانګهای همکاریو سازمان غړو ویلي دي، چې په افغانستان کې بشري وضعیت ته په پام سره، د دغه سازمان غړو هېوادونو د افغانستان له خلکو سره د مرستو لپاره د هڅو غوښتنه کړې ده.

افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان څارونکی غړی دی خو چین، روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ازبیکستان، پاکستان، ایران او هند د دغه سازمان غړیتوب لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه