Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د شتمنیو د ازادولو په پار د لسګونو تنو لاریون

يو شمېر هېوادوالو په کابل کې د امريکا له لوري د سويس يوه بانک ته د افغانستان د کنګل شويو پيسو د يوې برخې د لېږد د پرېکړې پر ضد لاریون کړی دی.

 دوی له امریکې غوښتي دي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې له قید او شرط پرته ازادې کړي.

لاريون کوونکي جاوېد کاشفي وویل:«امریکا د افغانستان نهه مېلیادر ډالر قید کړي دي، د افغانستان خلک له بې وزلۍ سره مخ دي غواړو چې دغه پیسې ازادې شي.»

بل لاريون کوونکی وايي:«اخر نه اخر باید زموږ دغه پیسې ازادې کړي. زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی دا پیسې چې اوس زموږ په درد ونه خوري څه وخت به خوري؟.»

لاريون کوونکي همدا راز امريکايي او بريتانيي سرتېري په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض تورنوي او نړۍوالې جرمي محکمې ته د هغوی د کاږلو غوښتنه کوي.

لاريون کوونکی لعل اغا امیري څرګندوي:«موږ غواړو د امریکا او انګلستان پوځي افسران چې په افغانستان کې یې ظلم کړی دی د نړۍوالې محکمې له خوا محاکمه شي.»

د امریکا مالیې وزارت د سویس دولت په ګډون له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره یو صندوق جوړ کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه صندوق به د افغانستان د اقتصادي ننګونو په کمولو کې مرسته وکړي او د افغانستان بانک شتمنۍ به په‌کې خوندي شي.

خو افغان حکومت بيا وايي، چې دا پیسې د افغانانو حق دی، او د دې پيسو د مصرف او انتقال په اړه د امريکا پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده.

د اقتصاد وزارت وياند عبدالرحمان حبیب وویل:«هر هغه څوک، موسسه او یا شرکت چې د افغانستان د مرکزي بانک له پیسو، د بشرپاله مرستو په پلمه په نورو فعالیتونو کې ترې استفاده وکړي، د هغوی مخنیوی به وشي.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته، امریکا او نړیوالې ټولنې د افغانستان څه باندې نهه مېلیارډ ډالره شتمنۍ د اتوو هېوادونو په دیارلسو بانکونو کې کنګل کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه