Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دولتي پوهنتونونو دهغو استادانو دمعاشونو بندېدل چې زده کړو لپاره بهر ته ځي

د دولتي پوهنتونونو ځینې استادان چې غواړي د خپلو زده کړو د دوام لپاره له هېواده بهر ته ولاړ شي، وايي چې د هغوی میاشتنی معاش بند شوی دی.

له دې مخکې کله چې د دولتي پوهنتونونو استادان د ماسټرۍ او دکټورا د دورو لپاره له هېواده بهر ته تلل، میاشتنی معاش یې ورکول کېده؛ خو اوس د لوړو زده کړو وزارت په یوه رسمي لیک کې د دوی د معاش له بندېدو خبر ورکړی دی.
 
د پوهنتونونو استادان د لوړو زده کړو وزارت د دغې پرېکړې له امله خواشیني دي.

د پوهنتون استاد نوید دانشیار په دې هکله وویل:«په راتلونکي کې به هېڅ استاد د اقتصادي ستونزو له امله په دې ونه توانېږي چې د زده کړو د دوام لپاره له هېواده بهر ته ولاړ شي.»

د دکتورا د دورې زده کړیال فردین عیار هم څرګنده کړه:«غوره وه چې په افغانستان کې شته نظام له استادانو ملاتړ کړی وای. زه فکرکوم په بورسیه کې د شاملو استادانو د معاشونو او امتیازاتو پرې کېدل، له دې سره مرسته کوي چې ځينې استادان له زده کړو پاتې شي او حتا د مغزونو د تېښتې زمینه به بیاځلې برابره شي.»

لوړو زده کړو وزارت وايي، دغه پرېکړه د پراختيايي بودیجې د کمښت له امله شوې او زیاتوي چې، د دغې ستونزې د حل لپاره پر یوې تازه کړنلارې کار روان دی.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي وايي:«د لوړو زده کړو وزارت اوس هم هڅه کوي چې پر یوې طرحې کار وکړي، هغه استادان چې بهر کې ماسټري او دوکتورا کوي د هغوی د معاشونو لپاره یوه لار او ترتیب جوړ کړي. اوس هم ورته وایوو چې مایوسه مه اوسئ د وزارت له خوا پر یوه میکانیزم کار پيل شوی دی.»

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي چې، له وروستي تحول سره سم، د پوهنتونونو یو زیات شمېر استادان نورو هېوادونو ته تللي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه