Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: ټول ګډونه حکومت د ټولنې د عادي کولو پر لور لومړنی ګام دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې مسکو په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتونکی دی. 

ښاغلي کابلوف له سپوټنیک خبري شبکې سره په مرکه کې وایي، چې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د ټولنې د عادي کولو پر لور لومړنی ګام دی.
                                  
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وویل:«د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل د ټولنې د عادي کېدو پر لور لومړنی ګام دی، چې د نجونو لپاره زده کړې او افغان ښځو او نورو خلکو لپاره کاري فرصتونه په کې شامل دي، ځکه ژمی په رارسېدو دی. موږ په ځيرتیا سره د افغانستان اقتصادي وضعیت او د اساسي توکو او خوړو کمښت ترنظر لاندې لرو، څو د عادي افغانانو د لوږې او نورو محرومیتونو مخه ونیسو.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ټینګار کړی دی، چې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو د امریکا له لوري داسې شواهد نه ویني، چې دا موضوع ثابته کړي.

 ضمیر کابلوف څرګندوي:«په واقعیت کې زه په کابل په ځلونو ډېر باور لرم، د څرګندو دلایلو پر بنسټ، تر اوسه د کابل حکومت اعتراف نه دی کړی او په رسمي توګه یې له امریکا نه د هغوی د دې ادعا په تړاو چې ګواکې الظواهري یې وژلی دی، د سند غوښتنه نه ده کړې.»

په دې مرکه کې ښاغلی کابلوف ویلي دي، چې طالبان باید د رسمیت پېژندنې په پار په خپلو کورنیو چارو کې اصلاحات راولي. د ده په وینا د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل د هغه په کورنیو سیاستونو پورې تړلې دي.
                      
د نړۍوالو چارو شنونکی سید جواد سجادي وايي:«نړۍواله ټولنه او ستر ځواکونه ښه پوهېږي چې په افغانستان کې ټیکاو او تلپاتې سوله د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په ګرو کې ده هغه حکومت چې وکړای شي د افغانستان له ټولو واقعیتونو استازیتوب وکړي.»
                  
د سیاسي چارو شنونکی سید ذاکر الله هاشمي هم څرګندوي:«پراخ بنسټه دی ځکه چې د افغانستان ټول خلک په کې ګډون لري، پښتو ژبي وروڼه دي، تاجیکان دي، ازبیکان دي او هزاره وروڼه دي، بیا اړیتا نشته چې ټول خلک وزیران وي.»  

تر دې وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان د ازبیکستان په سمرقند کې په یوې غونډه کې په افغاستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه