Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کانکور ازموینې د ترسراوي لپاره د ازموینو د ملي ادارې چمتووالی

د ازموینو ملي اداره وايي، له ټاکلې نېټې سره سم يې د کانکور ازموینې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست زیاتوي، د هېواد ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینې ګډونوالو لپاره يې کارتونه چاپ کړي او ولایتونو ته يې استولي دي. 

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش وویل:«د دې اوونۍ تر پایه پورې به دې موږ ټول ګډون کوونکي د ۳۳ ولایتونو د کانکور کارتونه ترلاسه کړي چې د هغو کارتونو په بنا باندې به دوی د خپل امتحان د ورځې او بایوېمټریک د ورځې او محل نه خبر شي چې دوی په کومه ورځ بایوېمټریک لپاره راشي او کومه ورځ ازمویني ته حاضر شي.»

د ازموینو ملي ادارې په خبره، تر اوسه پورې سل زره داوطلبانو د کانکور ازموینې لپاره نوملیکنه کړې ده.

ښاغلي خموش زیاته کړه:«هغه داوطلبان چې دولسم نه فارغ شوي وي او دې موږ د کانکور فورمه يې ډکه کړې ده، کوم ګډونوال چې دا فورمه ډکه کړې او د معارف لخوا تایید شوې ده او زموږ ادارې ته سپارل شوې ده زموږ ټول همدغه داوطلبان دي.»

بل خوا د دولسمو ټولګیو فارغان له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د کانکور ازموینه دې له ټاکل شوې نېټې سره سم واخیستل شي.

د کانکور ازموینې نثار احمد وايي:«له وزارت څخه دا هیله لرم، چې د کانکور ازموینه په خپل وخت سره واخلي، ځکه موږ له ډېر وخت راهیسي په تمه پاتې شوي یوو.»

د کانکور ازموینې ګډونوال راحیب الله کاظیمي څرګنده کړه:«وزارت چې کومه نېټه اعلان کړې باید په همغه وخت واخیستل شي، ځکه ترڅو موږ یوه ښه ازموینه ولرو.»

د ازموینو ملي اداره داسې مهال د کانکور ازموینې لپاره له چمتووالي خبر ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د کانکور ازموینه د تلې میاشتې په ۱۳، ۱۴ او ۱۵ مو نېټو اخیستل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه