Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل څلورم مکروریانو په اورلګېدنه کې خلکو ته اوښتي زیانونه

د کابل ښار د څلورم مکروریانو د لیلامیو په بازار کې د اورلګېدنې له امله نږدې سل هټۍ سوځېدلې دي.

د مکروریانو د لیلامیو بازار یو شمېر هټیوال وایي، دا پېښه د یک‌شنبې په ورځ سهار رامنځ‌ته شوې او ځاني زیان نه لري، خو د دوی په وینا، په دې پېښه کې هټیوالو ته د یو میلیون افغانیو په ارزښت زیان رسېدلی دی.

یو زیانمن وايي: «دلته یو څوکیدار ووتل چې د برښنا کوم تار شارټي کړې او د اور وژنې مسوولانو ته یې هم همغه وخت زنګ وهلی دی چې ډېر ناوخته شوی و، هغوی هم ډېر ناوخته خبر شوي وو، بیا راځي اور وژني او نور خلک له ډېر زیان رسېدو ژغوري.»

یو بل هټیوال وايي: «شاګرد مې په هټۍ کې ویده و، ویل څلور بجې وي چې هوټل ورسېدلو، یوازې د ګازو یو بالون مو واخیست، نور مو هېڅ ته لاس نه‌کړه، ځکه هر څه سوځېدلي وو.»

د دې سیمې یو شمېر هټیوال له اسلامي امارته د اوښتو زیانونو د جبران او د پېښې د څرنګوالي په تړاو د څېړنو غوښتنه کوي.

یو زیانمن په‌دې اړه وايي: «د مارکېټ د مسوول لس، پنځه او څلور سوه زره پوروړي یوو، خلک په هر ډول پوروړي دی. دا پور موږ څه ډول پرې کړو، له دولت هیله کوو چې یو پلاوی وټاکي او راشي دا پیدا وڅېړي، پوښتنه دې وکړي چې دا اور ورته کړی دی، دا ډول پېښه شوې او څه ډول حساب دی؟»

له بلې خوا د امنیتي مسوولان وايي، کله چې د اور وژنې ډله د پېښې ځای ته ورسېدل، اور هرې خوا ته خپور شوی و.

پېښو ته د رسېدنې او اطفایې عمومي ریاست مرستیال عتیق الله سهاک وايي: «عمر کلینک، او د معاملاتو لارښوونې ډېری دفترونه مو ژغورلي دي. همداراز د دې سیمې په شمال کې د ښځو یوې ټولنې دفتر مو ژغورلی او لوېدیځ لور ته چې کوم بلاکونه او هټۍ ګورئ دا مو ژغورلي دي.»

د کابل د نهمې حوزې د اسختباراتو مسوول محد جان وايي: «څېړنې پیل شوي او د څېړنې ټیم دلته راغلی دی، له هغوی مالومات اخیستل کېږي. د هغوی له مالوماتو روښانېږي چې دا اور څه ډول لګېدلی دی.»

هټۍوال وایي، په‌دې اورلګېدنه کې په مېلیونونه افغانیو زیانمن شوي دي. په‌دې سیمه کې د غیر معیاري هټیو جوړېدل د اور د پراختیا او خلکو ته د ډیر زیان اوښتو اصلي لامل بلل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه